Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اردوغان: د فلسطینیانو د مرستې په موخه ښايي اسرائیل ته ننوځو

کابل (پژواک، ۸ زمری ۱۴۰۳): د ترکیې ولسمشر ویلي چې ښایي هېواد یې د فلسطینیانو د مرستې لپاره اسرائیل ته ننوځي.

روېټرز خبري اژانس نن (دوشنبه) رواپور ورکړی چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان دا څرګندونې د دغه هېواد په پارلمان کې د عدالت او پراختیا له حاکم ګوند سره په ناسته کې کړې دي.

د هغه په خبره، لکه ‌څرنګه چې ترکیه پخوا لیبیا او غرني قره‌باغ ننوتلې وه، داسې به اسرائیل ته هم ننوځي.

هغه ویلي: «موږ باید ډېر پیاوړي واوسو څو اسرائیل ونه شي کړای له فلسطینیانو سره مسخره کارونه وکړي.

لکه څرنګه چې قره‌باغ ته ننوتلو، لیبیا  ته ننوتلو، ښايي دغه ته ورته نور هم ترسره کړو.»

نوموړي زیاته کړې: «هيڅ دلیل نشته چې موږ دې ونه شو  کړای دغه کار ترسره کړو، موږ باید پیاوړي واوسو څو وکولای شو دغه اقدام وکړو.»

په همدې حال کې، د ترکیې ولسمشر اسرائیل ته د ورتلو د څرنګوالي په اړه ډېر جزئیات نه دي ورکړي.

د یادونې ده، اردوغان پر غزې د اسرائیل د برید له منتقدینو دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.