کابل (پژواک، ۷ زمري ۱۴۰۳): د بهرنیو چارو وزارت وایي، د جاپان د ساساکاوا بنسټ مشر او د یوناما پخواني رئیس د دغه وزارت له سرپرست سره په لېدنه کې له افغانستان سره د نړۍوالې ټولنې پر هر اړخیزه همکارۍ ټینګار کړی او د ا.ا پلاوي ته یې جاپان ته د سفر بلنه هم ورکړې ده.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د ساساکاوا بنسټ مشر ایتسواداچي او د یوناما پخواني رئیس تادامیچي یاماموتو سره وکتل.
سرچينې لیکلي، په دې ليدنه کې پر یو شمېر مهمو موضوعاتو او هر اړخیزو همکاریو خبرې وشوې.
خبرپاڼه کې راغلي، اداچي د خپلو خبرو په لړ کې له افغانستان سره د نړۍوالې ټولنې په هر اړخیزه همکارۍ ټينګار وکړ او د دوه اړخیزو همکاریو په پار یې د ا.ا پلاوي ته د جاپان هېواد ته د سفر رسمي بلنه ورکړه او دغهراز د افغانستان په اړه د دوحې درېیمې ناستې په تړاو یې د بهرنیو چارو وزارت نظریات واورېدل.
خبرپاڼه زیاتوي، متقي له افغانستان سره د جاپان له مرستو او همکاریو مننه وکړه او یاد هېواد ته یې د ا.ا.ا د پلاوي د تګ په اړه ډاډ ورکړ.
بهرنیو چارو وزارت لیکلي، متقي د دوحې درېیمه ناسته مثبته وبلله او د متوازن سیاست په رڼا کې یې د نړۍ له هیوادونو سره د مثبتو اړیکو په اړه د اسلامي امارت بهرنی سیاست تشرېح کړ او د افغانستان په تړاو هر مثبت بدلون او سیاسي پرمختگ یې اغیزناکه ګام وباله.
د افغانستان په اړه د دوحې درېیمه ناسته د تېرې جون میاشتې په ۳۰مه او د جولای په لومړۍ نېټه په قطر کې جوړه شوې وه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP