Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د تورخم ګمرک کې هېواد ته راوړل‌کېدونکې وسلې او مرمۍ نیول شوې

کابل (پژواک، ۸ زمری ۱۴۰۳): د افغانستان د مالیې وزارت وايي، د تورخم په ګمرک کې یې هېواد ته  راوړل کېدونکي بېلابېل ډول نظامي تجهیزات نیولي او ورسره په تړاو یو کس هم نیول شوی دی.

یاد وزارت نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د تورخم ګمرک د تشريح برخې کارکوونکو په وارداتي سوداګریزو توکو کې بېلابېل ډول نظامي تجهیزات چې قاچاق‌کوونکو غوښتل په پټه یې هېواد ته راوړي، کشف او ونیول.

سرچینې ویلي، په نیول شوو نظامي تجهیزاتو کي د (CZ) په نوم یو ټوپک، اووه شاجورونه، درې کرنکوف، دوه کونداغونه، ۹۹ د (M16) مرمۍ او دوه دوربینونه شامل دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، نیول شوی کس او نظامي تجهیزات د نورو څېړنو په موخه اړوندو ارګانونو ته سپارل شوي دي.

د یادونې ده، له دې مخکې هم د افغانستان امنیتي موظفینو څو ځلې په تورخم کې د ډیورنډ فرضي کرښې له هغې غاړې افغانستان ته راوړل کېدونکو سوداګریزو توکو کې نظامي تجهیزات نیولي وو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.