Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

افغانستان تېرو شپږو میاشتو کې له هېوادونو سره د څه باندې پنځه میلیارد ډالرو په ارزښت راکړه ورکړه کړې
ارشیف

کابل (پژواک، ۹ زمری ۱۴۰۳): د سوداګرۍ وزارت وایي، افغانستان په تېرو شپږو میاشتو کې له بېلابېلو هېوادونو سره د څه باندې پنځه میلیارد ډالرو په ارزښت سوداګریزه راکړه ورکړه کړې او د صادراتو پروسس د شپږو زونونو په جوړېدو به دغه کچه لا زیاته شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد پژواک خبري اژانس ته وویل چې د روان ۲۰۲۴ زېږدیز کال په تېرو شپږو میاشتو کې افغانستان له بېلابېلو هېوادونو سره د پنځه میلیارده او ۲۳۷ میلیون ډالرو په ارزښت سوداګریزه راکړه ورکړه کړې ده.

دی وايي، له دې ډلې د څلور میلیارده او ۵۴۴ میلیون ډالرو په ارزښت واردات او د ۶۹۳ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات دي.

هغه زیاته کړه، دا مهال افغانستان له بېلابېلو هېوادونو سره د هوايي او ځمکني دهلېزونو له لارې سوداګریزه راګړه ورکړه لري او په وینا یې، تر اوسه په دې برخه کې هیڅ ستونزه نشته.

دی زیاتوي، د افغانستان په صادراتي توکو کې غالۍ، د ډبرو سکاره، تازه او وچه مېوه، لاسي صنایع او د انجې تخم شامل دي چې پاکستان، هند، متحده عربي امارات، ایران، قزاقستان، ازبکستان، ترکیې، تاجکستان، چین او روسیې هېوادونو ته صادر شوي دي.

د ده د معلوماتو له مخې، په وارداتي توکو کې اوړه، غنم، تېل، اوبلن ګاز او د فابریکو خام مواد شامل دي چې له ایران، متحده عربي امارات، پاکستان، ترکمنستان، ازبکستان، روسیې، قزاقستان، ترکیې او تاجکستانه هېواد ته راوارد شوي دي.

جواد دغه راز وویل، د صنعت او سوداګرۍ وزارت د روان لمریز کال په اوږدو کې د صادراتو کچې ډېرېدو لپاره ځیني پروګرامونه په پام کې لري چې له ډلې یې د افغانستان ‎په بندرونو کې د معیاري سکنرونو لګول او د صادراتو معیاري کولو لپاره د صادراتو پروسس د شپږو زونونو جوړول شامل دي.

هغه زیاته کړه: «د وارداتو برخه کې باید یادونه وکړم چې زموږ ډېری فابریکې له بېلابېلو هېوادونو د خامو توکو واردولو ته اړتیا لري.»

جواد زیاتوي، د سوداګرۍ زیاتوالي لپاره ‎له ګاونډیو او سیمه‌ییزو هېوادونو سره خبرې اترې روانې دي او دواړه لوري د مناسبې او غوره بازارموندنې برخه کې ‎د نندارتونونو جوړېدو غوښتنه کوي.

دی زیاتوي، افغانستان هم په ۱۴۰۳ کال کې د ۵۰ نندارتونونو جوړېدو غوښتونکی دی چې له دې ډلې به ۱۳ نندارتونونه د سیمې په بېلابېلو هېوادونو لکه قزاقستان، ازبکستان، روسیې، ترکیې، ایران، قزاقستان، هند، ازبکستان، چین، ایران، ترکمنستان او نورو کې جوړ شي.

د صنعت وزارت ویاند هغو افغانانو ته چې له هېواده بهر یې پانګونه کړې، بلنه ورکړه څو په افغانستان کې پانګونه وکړي؛ ځکه له یوې خوا ‎په ټول هېواد کې امنیت ټینګ شوی او بلخوا، د پانګه‌والو د اړتیا وړ ټولې اسانتیاوې برابرې شوې.

د ده په وینا، هغه سوداګر چې خپله پانګه افغانستان ته رالېږدوي، یاد وزارت د فابریکې لپاره ځمکه، د اوسېدو ځای، دوو موټرو ته ګمرکي معافیت، د وارداتي ماشینرۍ د ګمرک معافیت او د پنځو کلونو لپاره د مالیاتو د معافیت امتیاز هم ورکوي.

ورته مهال، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي خان‌جان الکوزي پژواک خبري اژانس ته وویل، د وارداتو او صادراتو وضعیت د پخوا په پرتله ښه دی او هیله یې څرګنده کړه چې د صادراتو کچه نوره هم زیاته شي.

دی وايي، افغانستان د سوداګرۍ برخه کې له هيڅ هېواد سره ستونزې نه لري او په وینا یې، دا مهال افغانستان د مرکزي اسیا، هند، چین، ایران، ترکیې او روسیې له هېوادونو سره ښې سوداګریزې اړیکې لري.

هغه زیاته کړه، د اوړي په موسم کې د افغانستان ۸۰ سلنه تازه مېوې او سبزي پاکستان ته صادرېږي او په خبره یې، په دې وروستیو کې یاد هېواد ته د تازه مېوو او سبزیو صادراتو لړۍ تر ډېره بریده کمه شوې ده.

الکوزی زیاتوي، پاکستان ته د افغانستان د تازه مېوو او سبزیو صادراتو کمېدو لامل دا دی چې یاد هېواد په دې وروستیو کې د افغانستان پر دوولس قلمه کرنیزو توکو تعرفه څو چنده لوړه کړې ده.

د هغه د معلوماتو له مخې، پخوا له افغانستانه پاکستان ته په ورځ کې له ۳۰۰ تر ۴۰۰ کانټینره تازه مېوې او سبزي صادرېدل، خو اوس چې تعرفه یې لوړه کړې، په ورځ کې له ۳۰ تر ۴۰ کانټینره صادرېږي.

الکوزي پر بانکي سیسټم محدودیتونه، د وېزو نه ورکړه او له نړۍ سره د افغانستان د اړیکو کمزوري کېدل د افغان سوداګرو د اساسي ستونزو په توګه یادې کړې.

دغه راز، د اقتصادي چارو شنونکي قیس محمدي د اړوندې موضوع په اړه پژواک خبري اژانس ته وویل، په تېرو شپږو میاشتو کې د مخکې په پرتله د صادراتو کچه دوه چنده شوې او په خبره یې، د صادراتو زیاتېدل په دې معنا ده چې په افغانستان کې داخلي تولیدات پیاوړي شوي دي.

دی وايي: «په ټوله کې د افغانستان د راکړې ورکړې کچه د پخوا په پرتله مخ پر ښه کېدو ده، مخ په زیاتېدو ده او هیله دا ده چې د پخوا په کچه د دې عواید د ګمرکاتو له لارې هم مخ پر زیاتېدو باندې وي، ځکه توقع دا کېږي څو عواید د حکومت بودجې ته راورسېږي.»

هغه زیاتوي، د صادراتو کچې لوړېدل د خوشبختۍ خبره ده او د ستاینې وړ ده.

د اقتصادي چارو یوه بل شنونکي شبیر بشیري پژواک خبري اژانس ته وویل، په ټوله کې د هېواد صادرات په یوه ایډیال حالت کې دي او لړۍ یې ښه روانه ده.

دی وايي: «موږ د صادراتو ډېرېدو شاهدان وو او دغه ډېروالی د افغانستان د کانونو، کرنې له سکټورونو ‎او نور صادراتي اقلام دي چې په دې سره خلکو ته د کار زمینه هم برابرېږي.»

هغه زیاته کړه، د دې لپاره چې په وارداتو او صادارتو کې توازن رامنځته شي، اړتیا ده چې په تولیدي، کرنې او د کانونو استخراجي برخو کې پانګونې ډېرې شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.