کابل (پژواک، ۱۰ زمری ۱۴۰۳): د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وايي، پروان کې د اوبو رسولو د یوې شبکې جوړولو چارې پیل شوې او زابل کې یو استنادي دېوال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د پروان ولایت په بایان پایین کلي کې د څه باندې ۶.۸ میلیون افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د یوې سولري شبکې د جوړولو چارې پيل شوې.
سرچينې لیکلي چې دغه شبکه د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په مالي ملاتړ جوړېږي.
خبرپاڼه کې راغلي، یاده پروژه کې د ۱۲۰ مترو په ژوروالي د یوې څاه کېندل، د ۲۰ مترمکعب په وړتیا د پاکو اوبو یوې زېرمې جوړول او ۷۸۷۷ مترو په اوږدوالي پایپ غځول شامل دي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د دې شبکې د کار په لړ کې به لسګونو کسانو ته د کار زمینه برابره او په بشپړېدو سره به يې د دغه کلي سلګونه اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړي.
د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت دغهراز لیکلي چې د زابل ولایت د شینکۍ ولسوالۍ په سوهي کلي کې د څه باندې ۶،۸ میلیون افغانیو په لګښت د استنادي دېوال جوړولو چارې بشپړې شوې.
د خبرپاڼې په حواله، دغه استنادي دېوال ۸۰۰ متره اوږدوالی او ۱،۵ متره لوړوالی لري چې د کار په لړ کې یې لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه او په بشپړېدو سره يې د دغه کلي زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه د سېلابونو او موسمي بارانونو له زیان خوندي شوه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP