[restrict paid="true"]
کابل (پژواک، ۱۰ زمری ۱۴۰۳): ا.ا وایي، د حماس غورځنګ سیاسي مشر اسماعیل هنیه چې تهران کې یې په یو برید کې ژوند بایلود، یو مسلمان، هوښیار او مدبر فسلطیني مشر و چې سترې قربانۍ یې ورکړې او په دې لاره کې یې خپل نذر پوره کړ.
ایراني رسنیو نن سهار خبر ورکړ چې د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر رییس اسماعیل هنیه او د هغه یو ساتونکی تېره شپه په تهران کې د هغوی د اوسېدو پر ځای برید کې ژوند بایللی.
حماس د جزییاتو له ورکولو پرته ویلي چې دغه برید «صهیونیستی دښمن» کړی.
د افغانستان اسلامي امارت په یوه اعلامیه کې ویلي: «په خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې تېره شپه د فلسطین د اسلامي غورځنګ او مقاومت (حماس) سیاسي مشر دوکتور اسماعيل هنية په تهران کې په یوه برید کې په شهادت ورسېد.»
په اعلامیه کې راغلي چې اسماعیل هنیة یو مسلمان، هوښیار او مدبر فسلطیني مشر و چې سترې قربانۍ یې ورکړې او په دې لاره کې یې خپل نذر پوره کړ.
سرچینه زیاتوي: «شهادت د یو مسلمان او مجاهد لپاره ستره بریا ده، هغه بریالی شوی او خپلو لارویانو ته یې د مقاومت، ایثار، صبر، زغم، مبارزې او په همدې لاره کې د عملي قربانیو درس پرېښود. د نوموړي د شهادت له امله د هغه دردېدلې مجاهدې کورنۍ، د حماس مشرتابه او په سنگر کې د صهیونستي یرغلگرو په وړاندې مرابطینو مجاهدینو ته تسلیت وایو.»
په اعلامیه کې راغلي: «په داسې حال کې چې د افغانستان اسلامي امارت د فلسطين له سپېڅلې خاورې د حماس اسلامي غورځنگ دفاع اسلامي او انساني وجيبه گڼي او د يرغلگر صهيونيستي رژيم وحشتونه، بمبارونه او د فلسطیني مسلمانانو نسل وژنه په کلکو ټکو غندي او بشري جنايت يې بولي، د دغه ستر مجاهد شهادت د اسلامي امت او جهادي کاروان لپاره لویه ضایعه بولي.»
په اعلامیه کې یو ځل بیا له اغېزناکو لورو په ځانگړې توگه اسلامي او عربي نړۍ څخه په کلکه غوښتنه شوې چې په سیمه کې د «صهیونیستي یرغل او وحشتونو» په مخنیوي کې خپله ټوله هڅه وکړي.
سرچینه زیاتوي چې «د صهيونيستي رژيم د جنایتونو دوام» به له شک پرته سیمه او د سیمې هېوادونه لا بېثباته کړي چې د هر ډول ناخوالو او بدو پایلو پړه به بیا د دغه رژیم او د هغه د ملاتړو پر غاړه وي.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP