ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جوزجان کې ۲۰۰ کڼو نجونو او هلکانو ته د حرفوي زده‌کړو زمینه برابره شوې

جوزجان کې ۲۰۰ کڼو نجونو او هلکانو ته د حرفوي زده‌کړو زمینه برابره شوې

author avatar
31 Jul 2024 - 16:39
جوزجان کې ۲۰۰ کڼو نجونو او هلکانو ته د حرفوي زده‌کړو زمینه برابره شوې
author avatar
31 Jul 2024 - 16:39

شبرغان (پژواک، ۱۰ زمری ۱۴۰۳): جوزجان کې یو شمېر کڼې نجونې چې د زده‌کړې او حرفې په یو کلن روزنیز پروګرام کې پر زده‌کړو بوختې دي، له اسلامي امارته غواړي چې لا ډېرو زده‌کړو زمینه ورته برابره کړي څو پرمختګ وکړي او پر ځان بسیا شي.

د یادونې ده، دغه کاڼه دمګړۍ ‎په شبرغان‌ښار کې «د افغانستان له معلولینو او کڼو د ملاتړ موسسې» له خوا په جوړ شوي پروګرام کې د حرفې زده کړې بوخت دي.

یادې کڼې نجونې له دغه پروګرام هرکلی کوي او د لا ډېر ملاتړ غوښتنه کوي.

«د افغانستان له معلولینو او کڼو د ملاتړ موسسې» په دغه پروګرام کې بي‌بي ګل هغه نجلۍ چې کڼه ده، د خیاطۍ پر زده‌کړې بوخته ده.

هغې پژواک خبري اژانس ته وویل: «ما ته به هره ورځ یوه ستونزه وه، له کوچنیوالي کڼه وم، دا چاره د دې لامل شوه چې له نورو سره د اړیکو نیولو برخه کې کړاونه تجربه کړم، خو هېڅکله مې اجازه ورنکړه چې دا ستونزه زما د پرمختګ مانع شي، ما زده کړل چې د اشارې ژبې او د نورو ارتباطي طریقو له لارې له نورو سره ارتباط ونیسم.»

هغه چې په ډېرې لېوالتیا سره د خیاطۍ پر زده‌کړې بوخته ده، وایي: «په کورنۍ کې شپږ کسان یو، کورنۍ مې تل له ما سره ده او ما ته یې انګېزه را کړې، په کارګاه کې کار کول راته نه یوازې د خیاطي د شغل، بلکې د خلاقیت او د نوو مهارتونو زده کولو یو ښه فرصت دی.»

بي‌بي ګل چې په هېواد کې له سیاسي بدلون مخکې د دوولسم ټولګي زده‌کوونکې وه، وايي: «کله چې زموږ پر مخ ښوونځي وتړل شول، ډېره خفه شوم، زه خپله د ښوونځي په ۱۲ ټولګي کې وم، کله نا کله به مې ناهیلي کوله، خو هر ځل به مې ځانته حوصله ورکوله او مخکې لاړم د ځان په څېر مې نورو نجونو ته د ژبې اشاره ور زده کړه او اوس دې موسسې کې خیاطي زده کوم او خوشحاله یم.»

نوموړې چې خپلې راتلونکې ته هیله‌منه ده، وایي: «غواړم چې نورو ته الهام بښونکې واوسم، په ځانګړي ډول هغو کسانو ته چې له ورته ستونزې سره مخ دي، باید وویل شي چې ژوند همېش اسانه نه وي، خو په هڅې او ارادې سره کولی شو موخې ته ورسېږو.»

دغه پروګرام کې یوه بله ناشنوا نجلۍ تهمینه چې د خیاطۍ پر زده کړې بوخته ده، وایي: «خوشحاله یم چې موږ ته دې موسسې کې خیاطي زده کوو او کولی شو چې له دې لارې ښه عاید او راتلونکی ولرو.»

هغه له خپلې خور سره چې ناشنوا ده په یوې شپږ کسیزې کورنۍ کې ژوند کوي او له اقتصادي ستونزو شکایت لري: «له ټولو سختیو سره سره، دې کارګاه کې زما لپاره خیاطي یو لوی فرصت دی، زه خوشحاله یم چې کولی شم نوي مهارتونه زده کړم او له خپلې کورنۍ سره مرسته وکړم.»

د خیاطۍ برخې یوه استاده فرشته چې ناشنوا ده او د خپلو لاسونو په وسیله خبرې کوي، وایي: «له کوچنیوالي مې هیله درلوده چې د نورو په څېر په ټولنه کې رول ولرم او مالي استقلال ته ورسېږم، ما هېڅکله اجازه ورنه‌کړه چې ناشنوایي زما د پرمختګ مانع شي، بېلابېلو روزنیزو پروګرامونو کې مې ګډون وکړ او لازم مهارتونه مې زده کړل.»

هغه وایی، ډېرې ناشنوا نجونې له کوره په وتلو شرمېږي، نه غواړي چې په ټولنه کې واوسیږي، دلته د زده‌کړې لپاره ښه فرصت برابر شوی را دې شي څو یو کسب زده کړي.

جوزجان کې د کڼو د انجمن او «د افغانستان له معلولینو او کڼو د ملاتړ موسسې» مسوول ذبیح‌الله قهرمان پژواک ته وویل چې شبرغان ښار کې یې۲۰۰ کڼو نجونو او هلکانو ته د حرفې او زده‌کړې زمینه برابره کړې ده.

هغه وایي: «زموږ موخه د معلولینو په پښو درېدل او له هغو سره مرسته ده، نو بناً موږ وکولای شول چې د مرستندویه موسسو په مرستو، ۱۲۵ نجونو او ۷۵ هلکانو ته د خیاطۍ، مریوګڼدولو، بېک ګنډنې، حکاکي، مېخ‌وهنې او سواد زده‌کړې یوه کلن پروګرام پیل کړو.»

نوموړی د داسې روزنیزو پروګرامونو د پراختیا او دوام په موخه له اسلامي امارت او مرستندویه موسسو غواړي چې له ده او له هغو موسسو چې دې برخه کار کوي، ملاتړ وکړي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.