کابل (پژواک، ۱۱ زمری ۱۴۰۳): د افغانستان د ټولګټو چارو وزارت وايي چې په تېره چنګاښ میاشت کې د هېواد د اوسپنې پټلۍ له لارې ۳۶۵ زره او ۷۱۴ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
د ټولګټو وزارت ویاند محمداشرف حقشناس تېره ورځ پرخپله اېکس پاڼه لیکلي چې یاد انتقالات د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د تېرې چنګاښ میاشتې له پیله تر پایه شوي دي.
په اېکس پاڼه کې راغلي، د حیرتان بندر له لارې ۳۰۰ زره او ۹۶۵ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۲۸ زره او ۲۹۹ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۳۳ زره او ۴۵۵ ټنه او د خواف-هرات بندر له لارې ۲۹۹۵ ټنه توکي چې ټولیز وزن یې ۳۶۵ زره او ۷۱۴ مټریک ټنه کېږي، انتقالات شوي.
سرچينه زياتوي، د یادې اندازې انتقالاتو له ډلې۱۰۷۵۰ ټنه صادرات دي.
خو سرچینې د وارداتو او صادراتو په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.
د ټولګټو وزارت ویاند دغهراز پرخپله اېکسپاڼه لیکلي، هرڅومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړېږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابرېږي، ملي عواید زياتېږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، پرمختګ او ځان بسياينې ته لاره هوارېږي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن