کابل (پژواک، ۱۱ زمری ۱۴۰۳): د م.م سیاسي استازولۍ په افغانستان کې د ښځو حقونو په اړه اندېښنه ښودلې خو اسلامي امارت دغه اندېښنې ردوي او وایي چې په افغانستان کې شرعي قوانین نافذ دي او د ټولو شرعي حقونه ورکړل شوي دي.
د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما د روان ۲۰۲۴ کال د اپریل، مې او جون په میاشتو کې د بشري وضعیت په اړه یو راپور خپور کړی دی.
راپور کې ادعا شوې چې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د افغانانو، په ځانګړي ډول د ښځو له بشري حقونو «سرغړونو» دوام موندلی دی.
سرچینه زیاتوي، د اپریل میاشتې له لومړۍ د جون میاشتې تر پایه په عام محضر کې د ۱۷۹ کسانو ته چې ۱۴۷ یې سړي، ۲۸ ښځې او څلور هلکان دي، فزیکي سزاګانې ورکړل شوې دي.
خو د اسلامي امارت ویاند مرستیال حمدالله فطرت د دغه راپور په غبرګون کې نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د یوناما وروستی راپور له واقعیتونو لرې او عقدهمندانه دی.
فطرت زیاته کړې: «دلته شرعي قوانین نافذ دي، د هر چا شرعي حقوق تامین دي او موږ د افرادو او اتباعو حقوقو ورکولو ته د یوې شرعي او دیني وجیبې په سترګه ګورو؛ نو ځکه موږ دا راپور ردوو.»
نوموړي دغه راز زیاته کړې، د یوناما وروستی راپور چې په یوه برخه کې یې د اسلامي شرعي احکامو پلي کېدل د بشري حقونو نقض بلل شوی چې داسې څرګندونې د اسلامي شریعت د سپیڅلو احکامو ښکاره بې احترامي ده او د مسلمانانو احساسات ژوبلوي، یوناما باید د افغانستان مسلمانې ټولنې باورونو ته درناوی ولري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP