Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د روسیې او لوېدیځ ترمنځ د بندیانو تر ټولو ستره تبادله وشوه

کابل (پژواک، ۱۲ زمری ۱۴۰۳): راپورونه وايي، د امریکا او روسیې ترمنځ له سړې جګړې وروسته د بندیانو تر ټولو ستره تبادله ترسره شوې او په ټوله کې ۲۴ بندیان ازاد شوي دي.

 بي‌بي‌سي په یوه راپور کې ویلي، امریکا تایید کړې چې تېره ورځ د روسیې او لوېدیځ ترمنځ له سړې جګړې وروسته د بندیانو تر ټولو ستره تبادله ترسره شوې ده.

په دې تبادله کې د امریکايي خبریال ایوان ګرشکویچ په ګډون ټولټال ۲۴ بندیان ازاد شوي دي.‌

ګرشکویچ د وال‌سټریټ ژورنال خبریال دی او تېر کال روسیه کې امریکا ته د جاسوسۍ په تور پر ۱۶ کاله بند محکوم شوی و.

سپینې ماڼۍ ویلي، له دې ډلې ۱۶ کسان روسیې او ۸ روسي بندیان بیا امریکا، ناروې، جرمني، پولنډ او سلوانیا په ګډه خوشې کړي دي.

په خبر کې راغلي چې د دوو روسي بندیانو ماشومان هم روسیې ته ستانه شوي دي.

د لوېدیځ او روسیې ترمنځ د بندیانو دا تبادله د ترکیې په منځګړیتوب ترسره شوې ده.‌

د امریکا ولسمشر جوبایډن تایید کړې چې د امریکا د سمندري ‌ځواکونو پخوانی سرتېری پاول وېلان، روسۍ-امریکايۍ ژورنالیسته السو کورماشیوا او روسی-بریتانوي فعال ولادیمیر کارا-مورزا چې امریکايي ګرین‌کارډ هم لري، د تبادله شوو بندیانو په ډله کې اوس بېرته امریکا ته پر لاره دي.

په سپینه ماڼۍ کې نظر دا دی چې دا د امریکا او روسیې په تاریخ کې تر ټولو پېچلې تبادله وه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.