ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند په ګرشک کې یوه ځوان ۳۰۰ ماشومانو ته د وړیا زده‌کړو زمینه برابره کړې ده | غزني کې د ادبي او فرهنګي فعالیتونو کمرنګه کېدو یو شمېر فرهنګیان اندېښمن کړي | پلخمري کې یوې پېغلې د یوه رسټورانټ په جوړولو لسو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده | مهترلام ښار کې د سل میلیون افغانیو په لګښت بېلابېلې رغنیزې پروژې پلې کېږي | فراه کې په تېرو درېیو میاشتو کې نږدې ۲۷۰۰ ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي | غزني کې د زون په کچه د نیزه‌وهنې سیالۍ ترسره شوې | ننګرهار کې لسګونه کیلوګرامه نشه‌يي توکي کشف او ترلاسه شوي | سومالیا کې په یو برید کې ۹۵ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې   | د لبنان حزب‌الله د اسرائیل پر لور لږ تر لږه ۵۰ توغندي توغولي | د پاریس المپیک سیالۍ؛ د جودو پر افغان لوبغاړي بندیز لګېدلی
د هلمند په ګرشک کې یوه ځوان ۳۰۰ ماشومانو ته د وړیا زده‌کړو زمینه برابره کړې ده

د هلمند په ګرشک کې یوه ځوان ۳۰۰ ماشومانو ته د وړیا زده‌کړو زمینه برابره کړې ده

author avatar
4 Aug 2024 - 17:05
د هلمند په ګرشک کې یوه ځوان ۳۰۰ ماشومانو ته د وړیا زده‌کړو زمینه برابره کړې ده
author avatar
4 Aug 2024 - 17:05

لښکرګاه (پژواک، ۱۴ زمری ۱۴۰۳): د هلمند د ګرشک ولسوالۍ په ترمه سیمه کې یوه ځوان د نجونو په ګډون ۳۰۰ ماشومانو ته تر درېیم ټولګي پورې په خپل کور کې د وړیا زده‌کړو زمینه برابره کړې خو اوس د ټولګیو او قرطاسیې له کمښت سره مخ دی.

دغه ځوان عبدالقدیر پاڅون نومېږي او د ګرشک ولسوالۍ د ترمې سیمې د ۷۰ نجونو په ګډون ۳۰۰ ماشومانو ته یې په خپل کور کې ټولګي جوړ کړي او تر درېیم ټولګي پورې وړیا زده‌کړې په کې ورکوي.

هغه وايي، یاد شمېر ماشومانو ته د دوو ښوونکو له لوري تدریس کېږي چې ټول لګښت یې ده پر غاړه اخیستی خو اوس د قرطاسیې او ټولګيو له کمښت سره مخ دی.

پاڅون وایي: «زموږ دوه کاله کېږي چې دا وړیا ښوونځی مې فعال کړی، تر درېیم ټولګي درې سوه زده‌کوونکي راځي، دوه استادان ورته درس ورکوي، په بېلابېلو وختونو کې راځي، په دې کې ۷۰ تنه یې نجونې دي، دغه کلي کې ۸۰ کورنۍ ژوند کوي خو له پېړیو راهیسي دلته هیڅ ښوونځی نه دی جوړ شوی.»

پاڅون وايي، هڅو یې ښه پایله ورکړې او هغه ماشومان چې پخوا به د کلي په کوڅو کې اوزګار ګرځېدل، اوس په بشپړه توګه لیک او لوست کولی شي.

نوموړی له حکومت او خیریه بنسټونو غواړي چې د کتابونو او قرطاسیې ترڅنګ ورسره د ټولګیو جوړولو برخه کې همکاري وکړي.

 ورته مهال، هغه ماشومان چې په دغو ټولګیو کې په زده‌کړو بوخت دي، خوښي ښيي او د مرستو غوښتنه کوي.

یو زده‌کوونکی عزت‌الله وایي: «زموږ د ښوونځي درسي بهیر سم دی خو لویه ستونزه د اتاقونو نشتوالی دی، په اوړي کې له ګرمې هوا زده‌کړې نه شو کولای او ژمې کې د سړې هوا څخه.»

دغه راز، د زیحې په نوم یوه زده‌کوونکې وايي: «دلته د درس لپاره راځم، غواړم ډاکټره او یا معلمه شم، موږ له دولته د کتابونو او قرطاسیه غوښتنه کوو.»

بلخوا، د دغه ولایت د والي ویاند مولوي محمدقاسم ریاض وویل، اسلامي‌امارت تل هڅه کړې چې په ټولو ولایتونو او ولسوالیو کې هېوادوالو ته د زده‌کړو زمینه برابره کړي.

ریاض زیاته کړه: «ولایت مقام او هغه ادارې چې د پوهني برخه کې فعالیت کوي، د هغوی په مرسته دغسې ځوانانو ته ډاډ ورکوو چې د دوی سره به د امکاناتو په پیدا کولو کې مرسته کوو او ټولو ستونزو ته به یې رسېدنه کېږي.»

هلمند د هېواد په سوېل کې پروت هغه ولایت دی چې د یو شمېر ولسوالیو خلک یې لا هم د ژوند له لومړنیو اسانتیاوو، لکه ښوونځي، روغتیایي مرکزونه، برېښنا، مخابراتي خدمات او سړکونو محروم دي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.