کابل (پژواک، ۱۴ زمری ۱۴۰۳): د راپورونو له مخې، د لبنان حزبالله د اسرائیل په شمال کې د اصبعالجلیل پر لور لږ تر لږه ۵۰ توغندي توغولي دي.
اسکای نیوز راپور ورکړی چې دغه توغندي نن سهار (یکشنبه) د لبنان له لوري توغول شوي دي.
د راپور له مخې، د اسرائیل دفاعي سیستمونه هم د یادو بریدونو په غبرګون کې فعال شوي دي.
ورته مهال، راپور کې راغلي چې حزبالله په یوې بیانیه کې د یاد توغندیز برید مسوولیت اخیستی او څرګنده کړې یې ده چې دغه برید د دوی د ارشد قوماندان د «ترور» غبرګون کې نه و.
د لبنان حزبالله زیاته کړې، یاد توغندي د اسرائیلو د بریدونو په ځواب کې توغول شوي چې د لبنان د سوېل په دوو کلیو کې یې ملکي وګړي په نښه کړي وو.
دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو له مخې، تهران کې په یوه برید کې د اسماعیل هنیه له وژل کېدو او په منځنۍ اسیا کې د احتمالي جګړې له ویرې نړۍوالو هوایي شرکتونو لکه یونایټیډ، دلتا، بریټیش ایرویز، سویس، لوفت هانزا، ایر انډیا او فلای دوبۍ لبنان او اسرائیل ته خپلې الوتنې وځنډولې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP