فیضاباد (پژواک، ۱۴ زمری ۱۴۰۳): د بدخشان د جرم – بهارک سړک یو شمېر موټرچلوونکي او مسافر وایي چې دغه سړک په څو برخو کې د تخریبېدو په حال کې دی او له مسوولینو غواړي چې د دې لارې بیارغونې ته پام وکړي.
د هغوی په خبره، د جرم – بهارک سړک د جرم ولسوالۍ اړوند دره آبدار، دشت سوخته او کندنهای پریخانه سیمو کې او د بهارک ولسوالۍ اړوند په ابخوره دشت فراخ او د قلاتک سیمو کې د تخریبېدو په حال کې دی.
د جرم – فیضاباد لویې لارې یو موټر چلوونکی حسیبالله وایي: «د جرم – بهارک قیر سړک ورځ تر بلې د خرابېدو په حال کې دی، موږ په دې لار هره ورځ مسافر انتقالوو، دې وروستیو کلونو کې د دغه سړک بیارغونې او ساتنې برخه کې هیڅ توجه نه ده شوې.»
هغه د بدخشان د ځایي ادارې له مسوولینو غواړي چې د دغه سړک د لا ډېر تخریب مخه ونیسي، له دې پرته په راتلونکي یو یا دوو کلونو کې به دا پوخ سړک تخریب او له منځه لاړ شي.
د دې لارې یو بل موټر چلوونکی محیالدین وایي چې دا سړک د ورښتونو او سېلابونو له امله په څو ځایونو کې تخریب شوی چې بیارغونې ته اړتیا لري.
نوموړي زیاته کړه، په ډېرې کمې بودجې سره یعنی له ۳۰۰ تر ۵۰۰ زره افغانیو پورې ممکن دغه سړک خپل لومړي حالت ته وګرځي.
یو مسافر نصیراحمد چې پر دې لار په اوسط ډول په اونۍ کې دوه ځلې تګ راتګ کوي، وایي چې پخوا دا سړک د بهارک او جرم ولسوالیو له عایدو ترمیم او ساتنه يې کېده.
هغه له اسلامي امارته غواړي، هغه ټولګټې پروژې چې په کمه بودجه بیارغول کېږي، ساتنه يې وکړي او د دغه سړک د تخریبېدو مخنیوی وکړي.
بلخوا، بدخشان کې د سړک جوړونې یوه انجنیر صیاد وویل چې حکومت باید د دغه ولایت د مرکز او ولسوالیو ترمنځ پخو سړکونو ته پام وکړي، کوم سړکونه چې اوس په کمو پیسو رغېږي، ممکن راتلونکي کې په ډېره بودجه ورغول شي.
په ورته وخت کې، د بدخشان د ټولګټو ریاست د ودانیزو چارو امر انجنیر افتخاراحمد مخدومزاده د پخو سړکونو د خرابوالي په ځانګړي ډول د جرم ولسوالۍ د سړک برخه کې د مسافرو او موټر چلوونکو شکایت مني او وایي دغه ریاست خپل امکاناتو ته په کتو کار او فعالیت کوي.
نوموړي وویل، د دوی ماشینري د وردوج، آهن دره خاش او فیضاباد – بهارک لارو سېلابي رسوبات پاک کړي خو اوسمهال د تخریب شوو سړکونو د ترمیم لپاره بودجه نه لري.
هغه وایي چې د روان کال په ترڅ کې د دوی پراختیایي بودجه د ټولګټو وزارت له خوا محدوده شوې، نه شي کولای چې په سم ډول د ولسوالیو ترمنځ د سړکونو ترمیم او ساتنې ته رسېدنه وکړي.
نوموړي وویل، د ولایتونو ترمنځ د لویو لارو او ترانزیټي لارو څار او ساتنه د دغه ریاست په لومړیتوب کې ده خو زیاتوي چې موسسې د پراختیایي پروژو او سړکونو د ترمیم برخه کې له دغه ریاست سره کمه همکاري لري.
هغه زیاته کړه، داسې ډېرې ستونزې یې د وزارت له مقام سره شریکې کړې چې بودجې ته په کتو به د ترمیماتو برخه کې اقدامات وشي.
د مسوولینو د معلوماتو له مخې، د جرم او بهارک ولسوالیو ترمنځ سړک ۱۸ کیلومتره اوږدوالی لري چې په ۱۳۹۲ کال کې قیر شوی، خو اوس جدي مراقبت او ترمیم ته اړتیا لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP