Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مولوي عبدالکبیر دوحه کې د افغانستان لپاره د اتو هېوادونو له ډیپلوماټانو سره خبرې کړې دي

مولوي عبدالکبیر دوحه کې د افغانستان لپاره د اتو هېوادونو له ډیپلوماټانو سره خبرې کړې دي

author avatar
5 Aug 2024 - 11:16
مولوي عبدالکبیر دوحه کې د افغانستان لپاره د اتو هېوادونو له ډیپلوماټانو سره خبرې کړې دي
author avatar
5 Aug 2024 - 11:16

کابل (پژواک، ۱۵ زمری ۱۴۰۳): د افغانستان د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال، دوحه کې د افغانستان لپاره د بریتانیا، کاناډا، ایټالیا، فرانسې، جنوبي کوریا، استرالیا، جرمني او امریکا د سفارتونو له سرپرستانو او ډیپلوماټانو سره خبرې کړې، بلنه یې ورکړې چې کابل کې خپلې سیاسي استازولۍ بېرته فعالې کړې.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې تېره ورځ د افغانستان د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر دوحه کې د افغانستان لپاره د اروپایي او ځینو نورو هېوادونو له سرپرستو سفیرانو او ډیپلوماټانو سره وکتل.

هغه لیکلي، مولوي عبدالکبیر په دې کتنه کې چې د بریتانیا، کاناډا، ایټالیا، فرانسې، جنوبي کوریا، استرالیا، جرمني او امریکا د سفارتونو سرپرستانو او ډیپلوماټانو په کې حضور درلود، د افغانستان او اړوند هېوادونو د دوه اړخیزو اړیکو، امنیت او بشري همکاریو اړوند خبرې وکړې.

سرچینه زیاتوي، مولوي عبدالکبیر د یادو هېوادونو له سفیرانو سره په ناسته کې د افغانستان د شته پرمختګونو، امنیت او ثبات په اړه معلومات شریک کړل او هغوی ټولو ته یې بلنه ورکړه چې افغانستان ته سفر وکړي او وضعیت له نږدې وڅاري.

فطرت زیاتوي، د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال د یادو سفارتونو سرپرستان او ډیپلوماتان وهڅول چې کابل کې خپلې سیاسي استازولۍ بیا فعالې کړي او د افغانستان اړوند چارې له پلازمېنې کابل څخه اداره کړي.

د راپورونو له مخې، دا مهال په افغانستان کې د بېلابېلو هېوادونو ۱۷ سیاسي استازولۍ فعالې دي او افغانستان په ۳۸ هېوادونو کې فعالې استازولۍ لري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.