ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې د پاور لفټینګ ملي لوبډلې لپاره د لوبغاړو غوراوي سیالۍ پیل شوې

کابل کې د پاور لفټینګ ملي لوبډلې لپاره د لوبغاړو غوراوي سیالۍ پیل شوې

author avatar
5 Aug 2024 - 16:44
کابل کې د پاور لفټینګ ملي لوبډلې لپاره د لوبغاړو غوراوي سیالۍ پیل شوې
author avatar
5 Aug 2024 - 16:44

کابل (پژواک، ۱۵ زمری ۱۴۰۳): د المپیک ملي کمېټه وایي، په کابل کې د ۱۱ ولایتونو د ۱۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د پاور لفټینګ ملي لوبډلې لپاره د لوبغاړو غوراوي سیالۍ نن پیل شوې چې درې ورځې به دوام وکړي.

د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست ویلي چې په کابل کې د ۱۱ ولایتونو د ۱۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د پاور لفټینګ نهم پړاو د ملي لوبډلې لپاره د لوبغاړو غوراوي سیالۍ نن پیل شوې او درې ورځې به دوام ولري.

سرچینې ویلي، یادې سیالۍ د پاور لفټینګ فدراسیون له لوري د المپیک ملي کمېټې او د ورزش عمومي ریاست په همکارۍ د بدني روزنې په ۵۰۰ کسیزه جمنازیوم کې پیل شوې.

سرچینې زیاته کړې، دغه سیالۍ په درېیو سني کټګوریو، تنکیو ځوانانو، ځوانانو او لویانو ترمنځ په نهو بېلابېلو وزنونو کې ترسره کېږي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د یادو سیالیو په پای کې به له هرې کټګورې درې درې لوبغاړي غوره شي چې په ټوله کې به ۲۷ لوبغاړي د ملي لوبډلې لپاره وټاکل شي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.