ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې د والیبال لوبغاړي په دغه ولایت کې د معیاري لوبغالو جوړېدو غوښتنه کوي

خوست کې د والیبال لوبغاړي په دغه ولایت کې د معیاري لوبغالو جوړېدو غوښتنه کوي

author avatar
5 Aug 2024 - 12:50
خوست کې د والیبال لوبغاړي په دغه ولایت کې د معیاري لوبغالو جوړېدو غوښتنه کوي
author avatar
5 Aug 2024 - 12:50

خوست ښار (پژواک، ۱۵ زمری ۱۴۰۳): خوست کې د واليبال يو شمېر لوبغاړي وايي چې په دغه ولايت کې د دې لوبې لپاره هيڅ معياري لوبغالی نشته او غوښتنه کوي چې لوبغالي دې ورته جوړ شي.

یادو لوبغاړو دا څرګندونې د واليبال د هغو سياليو پای‌لوبې پر مهال وکړې چې د مرکز اړوند د متون سيمه کې شاوخوا درې اونۍ مخکې پیل شوې وې او تېره ورځ پای ته ورسېدې.

د واليبال يوه لوبغاړي بلال پژواک ته په خبرو کې له اړوندو حکومتي مسوولينو غوښتنه وکړه چې د نورو رشتو په څېر دې د واليبال لوبې ته هم پاملرنه وکړي.

هغه وايي: «د معياري ميدان نشتوالی غټه ستونزه ده، که چېرې د واليبال يو معياري لوبغالی جوړ شي نو لوبغاړي به په کې ښه تمرينات وکړي او ښې لاسته‌رواړنې به ولري.»

د واليبال يوه بل لوبغاړي عتيق‌الله مندوزي بيا وويل چې په خوست کې د واليبال ښه لوبغاړي شته، که امکانات ورته برابر شي، هر يو يې د نولس کلنو او ملي لوبډله کې د لوبېدو وړتيا لري.

دی زياتوي: «زموږ لوبغاړي ښې لاسته‌راوړنې لري خو غوښتنه مو دا ده چې معياري جمنازيمونه راته جوړ شي، څو لوبغاړي لا پرمختګ وکړي.»

په همدې حال کې د دې لوبې مينه‌وال هم وايي، له کرکټ وروسته واليبال هغه لوبه ده چې په دغه ولايت کې يې مينه‌وال ورځ تر بلې په ډېرېدو دي.

د والیبال يوه مينه‌وال کامران پژواک ته وويل، د واليبال لوبې اوس د ځايي اوسېدونکو له خوا جوړ شوو لوبغالو کې ترسره کېږي چې ډېر واړه او غير معياري دي.

هغه زياته کړه: «خوست کې واليبال ډېر مينه‌وال پيدا کړي او نندارې ته یې بېخي ډېر خلک راځي چې نه ځايېږي، نو غوښتنه مو له مسوولو چارواکو دا ده چې معياري ميدانونه جوړ کړي.»

د دې لوبې يو بل مينه وال طيب‌الدين هم ورته نظر لري، وايي: «تاسې وينئ چې دلته د واليبال لوبې ليدو ته بېخي ډېر کسان راغلي، هيڅ نه ځايېږي، د نورو لوبو لپاره مناسب لوبغالي جوړ شوي، خو د واليبال لپاره تر اوسه نه دي جوړ شوي.»

ورته مهال، د خوست د بدني روزنې او ورزش امر عطاالله کډوال هم مني چې په دغه ولايت کې د واليبال معياري لوبغالي نشته.

خو زياتوي چې د يوه ورزشي کمپلېکس منظوري ورکړل شوې چې د واليبال ترڅنګ به د نورو رشتو لپاره هم ګڼې اسانتياوې ولري.

نوموړي پژواک ته وويل: «په دغه کمپلېکس به يو ښه جمنازیم، د فوټبال سټديوم او ترڅنګ به يې سونا وي چې په هغه کې به جېم او نور هر څه وي، بودجه يې معلومه شوې او جوړېدل به يې ۱۴ مياشتې وخت ونيسي.»

د يادونې ده، د واليبال په يادو سياليو کې د دغه ولايت اتو غوره لوبډلو ګډون کړی و چې له نشه‌يي توکو د ځوانانو راګرځولو او د هغوی د يووالي په موخه جوړې شوې وې.

Views: 15

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.