ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې د امو سیند تخریباتو ځایي خلک اندېښمن کړي

بلخ کې د امو سیند تخریباتو ځایي خلک اندېښمن کړي

author avatar
6 Aug 2024 - 15:10
بلخ کې د امو سیند تخریباتو ځایي خلک اندېښمن کړي
author avatar
6 Aug 2024 - 15:10

مزارشریف (پژواک، ۱۶ زمری ۱۴۰۳): د بلخ ولایت شورتېپې ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، که څه هم د امو سیند د تخریباتو مخنیوي لپاره بېړني استحکامات ترسره شوي خو زیاتوي چې لا هم د سیند څپې د خلکو ژوند ګواښي.

شورتېپه او کلدار د بلخ ولایت هغه ولسوالۍ دي چې د امو سیند مستو څپو په دواړو ولسوالیو کې کورونه، لویې لارې، جوماتونه، ښوونځي او کرنیزې ځمکې تخریب کړي او له منځه وړي دي.

تېر کال د سرپرست حکومت د مشرتابه پرېکړې له مخې، د امو سیند د تحکمیاتو لپاره دوه میلیارده افغانۍ بودجه ځانګړې شوه او یو شمېر بېړنۍ تحکیماتي پروژې د دغه سیند په څنډو کې پیل شوې خو خلک یې ډېرې ګټورې نه بولي.

خلک له حکومته غوښتنه کوي چې بنسټیز کارونه دې ترسره او د تل لپاره دې د دغه تخریباتو مخنیوی وکړي.

د بلخ ولایت د شورتېپې ولسوالۍ اوسېدونکي قربان‌نظر پژواک خبري اژانس ته وویل چې امو سیند د بېړنیو تحکیماتو لپاره که څه هم د دوی په سیمه کې کار شوی خو زیاتوي چې د دغه سیند څپې لا هم ځمکې ویجاړوي.

نوموړی زیاتوي چې د سیند تخریباتو له امله یو شمېر خلک اړ شوي څو نورو سیمو ته کډه وکړي او پاتې خلک لا په وېره کې ژوند کوي.

هغه له حکومته غوښتنه وکړه چې د دغه سیند پر څنډو او له ازبکستان سره پر پوله استنادي دېوال جوړ او بسنټیزې چارې ترسره کړي.

دغه راز، غلام ملا د شورتېپې ولسوالۍ د هزازتوقي کلي یو بل اوسېدونکی وایي چې بېړني تحکیماتي پروژې یوازې د څو ورځو او لنډې مودې لپاره ګټورې دي خو د وخت په تېریدو بېرته ویجاړېږي.

هغه وایي چې د دوی ولسوالۍ او په ځانګړي توګه کلی یې د تخریباتو له جدي ګواښ سره مخ دی او د تحکیماتو لپاره یې باید بنسټیز او دایمي کار وشي.

همدارنګه د دې ولسوالۍ یو شمېر نور اوسېدونکي هم ورته څرګندونې کوي او له سرپرست حکومته د بنسټیزو او بنیادي استحکاماتو غوښتنه کوي.

بلخوا، د امو سیند د تحکیماتو ساحوي انجینر فریدالله انصاري هم وایي چې که څه هم بېړني تحکیماتو تر ډېره د تخریباتو مخنیوی کړی خو د دې ستونزې حل د دایمي تحکیماتو عملي کول بولي.

په ورته وخت کې، د امو سیند د تحکیماتو عمومي رییس سیدغلام مشواڼی ډاډ ورکوي چې نږدې وختونو کې به د امو سیند اساسي تحکیماتي چارې پيل شي چې ورسره به د خلکو وېره هم ختمه شي.

مشواڼی وایي چې د دغه سیند د اساسي تحکیماتو چارې بدخشان، تخار او کندز کې پیل شوې او تمه کېږي چې نږدې ورځو کې به بلخ ولایت کې هم پیل شي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ د افغانستان کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر هم له ازبکستاني چارواکو سره د دغه سیند د تحکیماتو په اړه غږیدلی و.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.