کابل (پژواک، ۱۸ زمری ۱۴۰۳): د ا.ا د مشر په فرمان کې راغلي، که امارتي منسوب او یا مسوول له موجه عذر پرته لمونځ په جماعت سره اداء نه کړي، لومړی دې ورته توصیه وشي او د تکرار په صورت کې دې له حنفي فقهې سره سم په مناسب شکل تعزیر کړل شي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد دغه فرمان پر خپله اېکسپاڼه خپور کړی دی.
د دغه فرمان په لومړۍ ماده کې راغلي چې له جماعت سره د لمانځه اقامه کول شرعاً واجب دي او د جماعت تارک د تعزیر مستوجب دی.
په دې ماده کې زیاته شوې چې د وزارتونو او امارتي ادارو منسوبین او مسوولین شرعاً مکلف دي چې لمانځه پابند وي او په ټاکل شوو وختونو کې لمونځ له جماعت سره اقامه کړي.
د فرمان په دویمه ماده کې راغلي: «که امارتي منسوب او یا مسوول له موجه عذر پرته لمونځ په جماعت سره اداء نه کړي، د وزارت یا اړوندې ادارې د دعوت او ارشاد مسوولین دې په لومړي قدم کې نوموړي ته توصیه او د تکرار په صورت کې هغه د وزارت یا اړوندې ادارې مسوول ته ور وپېژني؛ د وزارت یا اړوندې ادارې مسوول موظف دی، د جماعت د لمانځه تارک له حنفي فقهې سره سم په مناسب شکل تعزیر کړي.»
له فرمان سره د لمانځه په هکله توصیې هم مل دي او د فرمان په درېیمه ماده کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مکلف کړل شوی چې دغه توصیې خلکو ته په مکرر ډول بیان کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP