فرمان: هغه امارتي کسان دې تعزیر کړل شي چې پرلهپسې د جماعت لمونځ پرېږدي
د ا.ا د مشر په فرمان کې راغلي، که امارتي منسوب او یا مسوول له موجه عذر پرته لمونځ په جماعت سره اداء نه کړي، لومړی دې ورته توصیه وشي او د تکرار په صورت کې دې له حنفي فقهې سره سم په مناسب شکل تعزیر کړل شي.


