ژبه

بلخ کې د حیرتان – مزارشریف اوسپنې پټلۍ نایب‌اباد تم‌ځای بېرته فعال شو

عبدالصبور سیرت

۱۸ زمری ۱۴۰۳ - ۱۱:۵۲

Views: ۳۲۷

مزارشریف (پژواک، ۱۸ زمری ۱۴۰۳): بلخ ولایت کې د حیرتان – مزارشریف اوسپنې پټلۍ د څلورم پورت اړوند نایب‌اباد سټېشن له بیارغونې وروسته فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د پرانیستې په دغو مراسمو کې د سرپرست حکومت د رییس‌الوزاء اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر، د ټولګټو سرپرست وزیر محمدعیسی ثاني، د افغانستان په چارو کې د ازبکستان هېواد ځانګړي استازي عصمت اکه اېرګشوف او د بلخ سیمه‌ییزو چارواکو ګډون کړی و.

ملا عبدالغني برادر په یادو مراسمو کې وویل چې افغانستان د جغرافیایي او سټراتیژیک موقعیت له مخې د مرکزي اسیا د اتصال ټکی دی او اسلامي امارت هڅه کوي د سیمه‌ییز اتصال د تقویې لپاره د سیمې له هېوادونو سره بدیلې لارې ومومي.

هغه زیاتوي، د اوسپنې پټلۍ سټېشنونه د ترانسپورټي شبکو او سیمه‌ییز اتصال مهم بنسټونه تشکیلوي او دغه سټېشن به د افغانستان د پرمختګ لامل او د هېوادونو د وصلولو وسیله شي او دغه راز به د افغانستان او ازبکستان ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې لا پراخې کړي.

login or register a new account.