محمودراقي (پژواک، ۲۰ زمری ۱۴۰۳): د کابل یو اوسېدونکی ۲۳ کلن ځوان چې له خپلو ملګرو سره کاپیسا ته تللی و، د دغه ولایت په ګلبهار سیمه کې په سیند کې د لامبو پر مهال ډوب او مړ شوی دی.
د کاپیسا د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالفتاح فایز وايي چې پرون مازدیګر د بلال په نوم یو ۲۳ کلن ځوان د کاپیسا ولایت اړوند ګلبهار سیمه کې د پنجشېر په سیند کې د لامبو پر مهال ډوب او مړ شوی دی.
هغه زیاته کړه چې د دغه ځوان مړی د شېرخانخېل کلینیک ته لېږدول شوی دی.
هغه وویل چې یاد ځوان له خپلو ملګرو سره دغه سیمې ته د چکر لپاره تللی و.
دا په داسې حال کې ده چې پژواک خبري اژانس د روانې (زمري) میاشتې په ۶مه په دغه اژانس کې د ثبت شوو شمېرو پر بنسټ راپور ورکړ چې د روان لمریز کال له پیل راهیسې د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې ۵۰ کسان چې ۹۰ سلنه یې ځوانان او ماشومان دي، په اوبو کې د ډبېدو له امله مړه شوي دي.
خو د ننګرهار ولایت د عامې روغتیا ریاست د زمري میاشتې په ۱۵مه وویل چې تېرو پنځو میاشتو کې په دغه ولایت کې په سیند او کانالونو کې ۳۸ کسان ډوب شوي او ژوند یې بایللی دی.
د دغه راپور تر خپرېدو وروسته په ننګرهار کې ځینو خلکو د لامبو پر مهال د ډبېدو مخنیوي لپاره یو کمپاین هم پيل کړ.
د افغانستان د لامبو وهنې فدراسیون رییس حامد رحیمي پژواک ته ویلي وو، هغه کسان چې لامبو یې نه ده زده، هېڅکله باید په ډېرو په تېره بیا په روانو اوبو کې لامبو ونه وهي؛ ځکه کېدای شي دغه کار یې د مړینې لامل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP