ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتیا او پکتیکا کې د څو قومونو ترمنځ اوږدې بدۍ پای ته ورسېدې

پکتیا او پکتیکا کې د څو قومونو ترمنځ اوږدې بدۍ پای ته ورسېدې

author avatar
10 Aug 2024 - 12:14
پکتیا او پکتیکا کې د څو قومونو ترمنځ اوږدې بدۍ پای ته ورسېدې
author avatar
10 Aug 2024 - 12:14

کابل (پژواک، ۲۰ زمری ۱۴۰۳): د کورنیو چارو وزارت وايي، په پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې د څو قومونو ترمنځ د ځمکې او غرونو د ملکیت پر سر له اوږدې مودې راهیسې روانې شخړې او بدۍ حل او هوارې شوې.

د کورنیو چارو وزارت د مطبوعاتي دفتر له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره ورځ د یاد وزارت سرپرست سراج‌الدین حقاني، د کډوالو چارو وزارت سرپرست خلیل‌الرحمن حقاني او د ځدراڼو قومي او جهادي مشر حاجي ابراهیم حقاني په هڅو د پکتیا د ګردې څېړۍ، وزي او د پکتیکا د‌ نکې ولسوالۍ د څو قومونو ترمنځ د ځمکې او غرونو د ملکیت پر سر له اوږدې مودې راهیسې روانې شخړې او بدۍ حل او هوارې شوې.

په خبرپاڼه کې راغلي، دا دوې شخړې چې یوه یې له اتیا او بله یې تر سلو کلونو اوښتې وه، د عملي بديو، اخ او ډب او د ښکېلو غاړو تر شاوخوا سلو کسانو د وژلو لامل شوې وې.

د خبرپاڼې په حواله، د کورنیو چارو وزارت سرپرست، د کډوالو چارو وزارت سرپرست او د ځدراڼو قومي او جهادي مشر له ښکېلو لورو سره تر خبرو اترو او مشورو وروسته، د سروخېل، کرېخېل، ښنګ، دروړ، ایوخېل او متخېل قومونو ترمنځ د سولې لپاره وړاندیزونه وکړل چې وروسته یې پرېکړه‌لیکونه جوړ شول.

په دې اړه په جوړو شوو مراسمو کې د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج‌الدین حقاني وویل: «د خدای تعالی په مرسته، موږ د اوږدو، ځینو له اتیا کلونو ډېرې دښمنیو ته د پای ټکی کېښود او دا روغه جوړه د خدای د رضا او د افغان ملت د یووالي لپاره ستر ګام دی.»

حقاني د یادو سیمو د خلکو د سرښندنو او غیرتونو یادونه وکړه او د خپلواک هېواد لپاره یې د هغوی مبارزې وستایلې.

نوموړي د ښکېلو اړخونو ترمنځ د یووالي، تحمل او عفوې په اړه خبرې وکړې او د تېرو شلو کلونو په اوږدو کې د «مجاهدینو» پر وړاندې د ظلمونو خاطرې یې بیان کړې چې امارت په یوه تاریخي عفوه د پای ټکی ورته کېښود.

حقاني له ټولو کسانو وغوښتل چې یو بل ته بښنه وکړي او د باثباته او سوله‌ییز ژوند پر لور ګام واخلي.

د کډوالو چارو وزارت سرپرست وویل: «کله چې تېرې شخړې هېرې شي او یو بل ته عفوه وشي، بیا که څوک دا وینې او فتنې بېرته راګرځوي؛ نو هغه د خدای مجرم دی.»

په پای کې ټولو اړخونو د پرېکړه‌لیکونو هرکلی وکړ او د دې ستونزې په هوارې کې یې له ټولو هغو کسانو مننه وکړه چې هڅې یې کړې دي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.