Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پکتیا کې درې کسان یوې څاه کې د ګازنیونې له امله مړه شوي

ګردیز (پژواک، ۲۰ زمری ۱۴۰۳): د پکتیا امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په څمکنیو ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ درې غړي یوې څاه کې د ګازنیونې له امله مړه شوي دي.

د پکتیا امنیه قوماندانۍ ویاند منیب ځدران پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه نن له غرمې مخکې د څمکنیو ولسوالي اړوند ستر کلي کې رامنځته شوې ده.

هغه وویل: «لومړی يو کس سیپتیک څاه ته ور ښکته شوی چې ګاز نیولی، وروسته دوه نور کسان هم د یوه بل د ژغورنې په موخه ور ښکته شوي چې درې واړه مړه شوي دي.»

د څمکنيو ولسوالي يو قومي مشر سخي جان بیا وایي چې دغه کسان درې واړه د یوې کورنۍ غړي دي چې دوه ورونه او یوه یې د تره زوی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.