Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

دا اونۍ کابل ښار کې د روسي سرو زرو بیه لوړه شوې ده

کابل (پژواک، ۲۰ زمری ۱۴۰۳): د تېرې شنبې په پرتله نن کابل ښار کې د روسي سرو زرو بیه لوړه شوې خو د نورو لومړنیو توکو بیو کې بدلون نه دی راغلی.

د کابل ښار د تیمورشاهي پر واټ د حاجي صالح‌زاده د سرو زرو پلورنځي مالک محمدفواد وویل چې د تېرې شنبې په پرتله نن د یو ګرام ٥٨٥ عیار روسي سرو زرو بیه له ۳۵۰۰ نه  ۳۵۵۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

هغه وايي نن هم لکه د تېرې اونۍ په څېر یو ګرام ۷۵۰ عیار عربي سره زر په ۴۴۵۰ افغانۍ پلوري.

د سرو زرو د پلورونکو په وینا، په کابل ښار کې د سرو زرو د بیې بدلون، په نړۍوالو بازارونو کې د هغه د بیې له بدلون سره تړاو لري.

د لومړنیو خوراکي توکو بیې

په کابل ښار کې د خوراکې توکو اتحادیې رییس زمري صافي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د تېرو ۷ ورځو مخکې په پرتله نن په عمده ډول ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۵۰۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۶۰۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندي بوره په ۲۸۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېټره مالیزیايي غوړي په ۱۴۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۳۵۰ افغانۍ او یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.‎

د ځينو توکو پرچون او عمده بیې په یو شمېر مواردو کې لږ خو په ځینو کې بیا ډېر توپیر لري.

د کابل ښار په دهن‌باغ سیمه کې د خوراکي توکو په مارکېټ کې د دغو توکو یوه پرچون پلورونکي حامد صوفي وویل چې نن په پرچون ډول ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۵۵۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۶۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بوره په ۲۸۵۰ افغانۍ، ۱۶ لېټره مالیزیايي غوړي په ۱۴۵۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د تفتي توکو بیې

د «احمدیار ګروپ» تېلو ټانک یوه کارکوونکي پژواک چې نن هم لکه تېره شنبې یو لېټر پټرول په ۶۲ افغاني او یو لېټر ډیزل په ۶۳ افغانیو پلورل کېږي.

دغه‌راز، د کابل ښار په کلوله‌پشته سیمه کې یو ګازپلورونکی محمدشریف وایي چې نن هم د تېرې شنبې په څېر یو کیلوګرام ګاز په ۵۰ افغانۍ پلوري.

د اسعارو بیې

د کابل ښار په شهزاده سرای کې د صداقت صرافۍ مالک حاجي حسین وویل چې نن د یو امریکایي ډالر د پېر بیه ۷۰ اعشاریه ۹۰ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۵۰ افغانۍ بدلېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د زمري په ۱۳ مه ‎یو امریکايي ډالر په ۷۱ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۵۰ افغانۍ بدلېدې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.