Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بامیان کې په دوو ترافیکي پېښو کې دوه کسان مړه او ۱۰ نور ټپیان شوي

بامیان (پژواک، ۲۰ زمری ۱۴۰۳): د بامیان امنیه قوامانداني وايي چې د دغه ولایت د مرکز په مربوطاتو کې په دوو جلا ترافیکي پېښو کې دوه کسان مړه شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

د بامیان ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند محمدخواني رسا پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د دغه ولایت په سرخ در او شش پُل سیمو کې دوه ترافیکي پېښې شوې دي.

د هغه په وینا، په یادو ترافیکي پېښو کې یوه ښځه او یو ماشوم مړه شوي او لس کسان نور ټپيان شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، امنیتي پرسونل د پېښې ټپیان روغتون ته لېږدولي چې د درېیو هغو وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.