ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پلخمري کې د ښځو لپاره ځانګړی سوداګریز مارکېټ جوړېږي

پلخمري کې د ښځو لپاره ځانګړی سوداګریز مارکېټ جوړېږي

author avatar
11 Aug 2024 - 12:06
پلخمري کې د ښځو لپاره ځانګړی سوداګریز مارکېټ جوړېږي
author avatar
11 Aug 2024 - 12:06

پلخمري (پژواک، ۲۱ زمری ۱۴۰۳): د بغلان ښاروالي وايي، په پلان کې لري د دغه ولایت په مرکز پلخمري ښار کې د ښځو لپاره ځانګړی سوداګریز مارکېټ جوړ کړي.

د پلخمري ښاروال مولوي عبدالطیف مظلوم پژواک خبري اژانس ته په مرکه کې وویل، هڅه کوي په دغه ښار کې ټولو لویو او کوچنیو کاروباریانو ته د کار مناسب چاپېریال رامنځته کړي.

هغه زیاته کړه، په دې برخه کې یې یو شمېر پروژې پيل کړې او یو شمېر نورې به په نږدې راتلونکي کې پيل شي.

نوموړی زیاته کړه، په پلان کې لري په پلخمري ښار کې د ښځو لپاره ځانګړی سوداګریز مارکېټ جوړ کړي او دغه کار په سوداګرۍ کې د ښځو د پرمختګ او کاري فرصتونو رامنځته کولو په موخه کوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.