ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې د دوو دښمنو کورنیو ترمنځ سوله وشوه

خوست کې د دوو دښمنو کورنیو ترمنځ سوله وشوه

author avatar
12 Aug 2024 - 21:04
خوست کې د دوو دښمنو کورنیو ترمنځ سوله وشوه
author avatar
12 Aug 2024 - 21:04

خوست ښار (پژواک، ۲۲ زمری ۱۴۰۳): د خوست په موسی‌خېلو ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ ۵۰ کلنه دښمني پر دوستي بدله شوه.

دغه دوې کورنۍ چې د يادې ولسوالۍ د زوړکوټ د ستر کلي اوسېدونکې دي، نن (د زمري ۲۲مه) د حکومتي چارواکو او د سيمې قومي مشرانو په منځګړيتوب ترمنځ یې ۵۰ کلنه دښمني ختمه شوه او يو بل ته يې د دوستۍ غاړې ورکړې.

د دواړو ښکېلو کورنيو غړي وايي، په دغو تېرو پنځوسو کلونو کې يې ډېرې ستونزې ليدلې دي.

هغوی له پژواک خبري اژانس سره خبرو کې له ورته نورو کورنيو هم وغوښتل چې خپل‌منځي تربګنۍ هېرې کړي او يو بل ته د دوستۍ لاس ورکړي.

د يوې ښکېلې کورنۍ غړي جميل په دې اړه پژواک ته وويل: «بدي کول اسانه ده خو پالل يې ډېر ګران دي؛ ځکه چې تريخ ژوند دی، خدای دې چا ته بدي غاړې ته نه وراچوي. الحمدالله اوس ډېر خوښ يم؛
ځکه چې دا مې خپل مټ او زور دی.»

د يوې بلې ښکېلې کورنۍ غړي محمدولي هم خوښي څرګنده کړه چې د پنځو لسيزو مخکې دښمني يې پر دوستۍ بدله شوه.

هغه وايي: «ستونزې بيخي ډېرې وې، په غره او هواره کې له مدعي څه چې له بل چا به هم ډارېدو. هيچا دې خدای پاک بدي نه پېښوي، اوس زه ډېره خوښ يم چې بدي مې حل شوه.»

په همدې حال کې هغه قومي مشران چې د يادې دښمنۍ په حل کې يې هلې ځلې کړې دي، پژواک اژانس ته یې وويل هڅه يې دا ده چې په دغه سيمه کې ورته نورې شخصي دښمنيو ته هم د پای ټکی کېږدي.

هغوی وايي، له دغه شخصي ستونزو او لانجو څخه د خلکو او قومونو ترمنځ د کرکې او نفرت پرته بل هيڅ هم نه شي ترلاسه کيدای.

يوه قومي مشر توريالي منګل په دې اړه وويل: «که بدي وي نو هيڅکله يو قوم او ولس د مينې او محبت په فضا کې ژوند نه شي تېرولی، هغه به د کرکې او نفرت فضا کې ژوند تېروي. که دغه بدۍ نه وي ان‌شاءالله د ولس ترمنځ به مينه او محبت وي.»

ورته مهال، د خوست والي عبدالقيوم روحاني چې د يادو دوو کورنيو ترمنځ د دښمنۍ د حل په موخه جوړو مراسمو کې يې ګډون کړی و، خپلو خبرو کې وويل چې نورې کورنۍ دې هم له دې پند واخلي او خپل‌منځي مشکلات دې د جرګو او مرکو له لارې حل کړي.

دی زیاتوي: «هغه کينه او کوم مشکل چې مخکې و د دوو مسلمانانو ترمنځ و، هغه حل شو او خدای تعالی دې وکړي چې دا د نورو مسلمانانو لپاره يو الهام شي، هغوی هم په دې لار باندې لاړ شي او خپل مشکلات حل کړي او د ورورۍ په فضا کې ژوند وکړي.»

دغه راز، د خوست امنيه قوماندان عبدالرشيد عمري هم يادو مراسمو ته په خپلو خبرو کې وويل، هڅه يې دا ده چې د قومي مشرانو او سپين‌ږيرو پرمټ دا ډول شخصي دښمنۍ حل کړي.

د يادونې ده،‎ تر دې دمه په دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې د قومي مشرانو او حکومتي چارواکو په منځګړيتوب لسګونه شخصي دښمنۍ حل شوې دي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.