ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې سږ کال د بادامو بیه تر نیمایي ډېره ټیټه شوې ده

بلخ کې سږ کال د بادامو بیه تر نیمایي ډېره ټیټه شوې ده

author avatar
12 Aug 2024 - 14:58
بلخ کې سږ کال د بادامو بیه تر نیمایي ډېره ټیټه شوې ده
author avatar
12 Aug 2024 - 14:58

مزارشریف (پژواک، ۲۲ زمری ۱۴۰۳): بلخ کې یو شمېر بڼوال وایي چې په دغه ولایت کې د تېر کال په پرتله د بادامو حاصلات ډېر شوي خو بیه یې بیا تر نیمایي ډېره ټیټه شوې ده.

دوی دغه راز زیاتوي چې پخوا به له دغه ولایته هند او یو شمېر نورو هېوادونو ته بادام صادرېدل خو اوس یې صادرات کم شوي دي.

د چمتال ولسوالۍ یوه بڼوال نېک‌محمد پژواک خبري اژانس ته وویل، سږ کال د بادامو حاصلات ډېر شوي خو زیاتوي چې د تېر کال پر پرتله یې بیه تر نیمایي هم ټیټه شوې ده.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، تېر کال د یو من بادامو بیه شپږ زره افغانۍ وه خو سږ کال یې بیه نږدې درې زره افغانیو ته راټیټه شوې ده.

نېک‌محمد دغه راز زیاته کړه چې سږ کال د بادامو یو شمېر ونې شکرک ناروغۍ وهلې او حاصلات یې زیانمن کړي دي.

ده له حکومته په دې برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

دغه راز، یو بل بڼوال سلطان پژواک ته وویل چې سږ کال د بادامو حاصلات ښه دي خو بیه یې په بې‌سارې توګه راټیټه شوې ده.

هغه زیاتوي چې تېر کال د بادامو حاصلات کم وو خو بیه یې لوړه وه خو سږ کال یې چې حاصلات ښه دي، بیه کې یې تر نیمایي ډېر کموالی راغلی دی.

سلطان له حکومته غوښتنه وکړه چې د بڼوالو محصولاتو ته دې بازار پیدا کړي او د کیمیاوي سرې او درملو په ورکړه کې دې له دوی سره مرسته وکړي.

یو بل بڼوال محمدعارف هم ورته څرګندونې کوي او وایي چې تېر کال یو من بادام شاوخوا شپږ زره افغانۍ پلورل کېدل خو سږ کال یې څوک له درې زره افغانۍ پورته نه پېري.

هغه له حکومته غوښتنه وکړه چې بادامو ته د هېواد دننه او بهر کې بازار پیدا کړي څو له زیان سره مخ نه شي.

په همدې حال کې د بلخ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین بڼوالو ته د ملاتړ ډاډ ورکوي.

د بلخ کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ترویج مدیر محمدحسین عظیمي وایي، د دغه ولایت په شولګره، چمتال، نهرشاهي، چهاربولک، دهدادي او دولت‌اباد ولسوالۍ کې د بادمو شاوخوا پنځه زره هکتاره باغونه دي او بڼوال یې سږ کال له حاصلاتو خوښ دي.

هغه زیاتوي، روان کال یاد ریاست له ۳۵ زره کروندګرو او بڼوالو سره د اصلاح شوو تخمونو، درملو او کیمیاوي سرې مرسته کړې ده.

هغه له بڼوال او کروندګرو غوښتنه وکړه چې د دغه ریاست د ولسوالیو مدیریتونو ته دې مراجعه وکړي او د کرنې برخه کې دې ترې وړیا مشورې واخلي.

د بڼوالو د معلوماتو له مخې، بادام له یو کال ډېر نه ساتل کېږي او په وینا یې، د سړو خونو نشتوالی هم د دې لامل شوی چې بیه یې د حاصلاتو راټولولو پر مهال ټیټه شي.

Views: 8

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.