ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غور کې د ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او پنځه نور ټپیان شوي

غور کې د ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او پنځه نور ټپیان شوي

author avatar
12 Aug 2024 - 10:23
غور کې د ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او پنځه نور ټپیان شوي
author avatar
12 Aug 2024 - 10:23

فیروزکوه (پژواک، ۲۲ زمری ۱۴۰۳): غور کې ځايي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او پنځه نور ټپیان شوي دي.

د غور د اطلاعات او فرهنګ ریاست د نشراتو امر مولوي محمدحماس پژواک خبري اژانس ته وویل چې د فیروزکوه ښار په «کندیوال» کلي د فلانکوچ موټر چپه کېدو له امله یوه ښځه او یو ماشوم مړه او د یوې ښځې په ګډون پنځه نور کسان ټپیان شوي دي.

هغه زیاته کړه: «یو فلانکوچ موټر نن سهار (دوشنبه، د زمري ۲۲مه) چې د فیروزکوه ښار سوېل غورقند کلي ته پر لاره وه، له سړکه وتلی او چپه شوی چې له امله یې یوه ښځه او یو ماشوم مړه او پنځه نور کسان ټپیان شوي دي.»

د هغه د معلوماتو له مخې، د پېښې ټپیان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د نوموړي په وینا، د پېښې لامل تر اوسه معلوم نه دی خو ډېری دغه ډول پېښې د سړکونو خرابوالي، ډېر سرعت او د موټرچلوونکي بې‌احتیاطي له امله کېږي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.