ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

متقي: ا.ا نه غواړي چې افغانستان د نړۍ د قدرتونو د منفي سیالیو پر ډګر بدل شي

متقي: ا.ا نه غواړي چې افغانستان د نړۍ د قدرتونو د منفي سیالیو پر ډګر بدل شي

author avatar
14 Aug 2024 - 14:34
متقي: ا.ا نه غواړي چې افغانستان د نړۍ د قدرتونو د منفي سیالیو پر ډګر بدل شي
author avatar
14 Aug 2024 - 14:34

کابل (پژواک، ۲۴ زمری ۱۴۰۳): د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، د زمري میاشتې د ۲۴ مې په مناسبت جوړه شوې غونډې کې ویلي، ا.ا له ټولې نړۍ سره د مثبتو اړيکو او متوازن سیاست غوښتونکی دی او نه غواړي چې افغانستان د نړۍ د قدرتونو د منفي سیالیو پر ډګر بدل شي.

اسلامي امارت د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشتې په ۲۴مه بیا واک تر لاسه کړ، خو تر اوسه – سره له دې چې له لسګونو هېوادونو سره د سیاسي استازولیو له لارې تعامل لري، نوی جوړ شوی سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندل شوی.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان نن په کابل کې د اسلامي امارت د بیاواکمنېدو د درېیمې کالیزې په نمانځغونډه کې وویل: «دا فتحه د ټول افغان ولس ګډه فتحه ده او دا افتخارات د ټولو ګډ افتخارات دي.»

هغه وویل، اسلامي امارت لکه څنګه چې د زمري ۲۴مه، د بریا ورځ بولي او نمانځي یې، همداسې د زمري ۲۸مې (له انګرېزانو د خپلواکۍ بیا ګټلو ورځ)  ته هم درناوی لري او نمانځنه یې کوي.

ده زیاته کړه، د افغانستان اسلامي امارت له ټولې نړۍ سره د مثبتو اړیکو او متوازن سیاست غوښتونکی دی او نه غواړي چې افغانستان د نړۍ د قدرتونو د منفي سیالیو پر ډګر بدل شي.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست، ملا نورالله نوري هم وویل، د زمري ۲۴مه، د ټول افغان ولس لپاره د بریا او ازادۍ ورځ ده.

هغه وویل، لا هم د افغانستان دښمنان په ټول توان سره اسلامي امارت ته خنډونه جوړوي؛ ځکه دوی دلته واحد اسلامي نظام، ملي يووالی، خپلواکي او پرمختګ نشي زغملای.

د ده په خبره، په هېواد کې د درېيو سترو امپراتوریو نسکورېدل دا په ډاګه کوي چې افغانستان يو نه ماتېدونکی هېواد او افغانان اشغال نه‌منوونکي دي.

ده وویل، نظام او ولس درې ګډ مسئولیتونه لري، باید د ازادۍ د نعمت شکر پر ځای کړي، د نظام د پیاوړتیا لپاره هڅې وکړي او د هېواد په ابادۍ کې برخه واخلي.

په دغو مراسمو کې د سپورت او المپیک ملي کمېټې د بېلابېلو فدارسیونونو له لوري نمایشونه هم ترسره شول.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.