ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په تېرو درېیو کلونو کې د سوداګرۍ او صنعت برخو کې د ښځو حضور ډېر شوی

په تېرو درېیو کلونو کې د سوداګرۍ او صنعت برخو کې د ښځو حضور ډېر شوی

author avatar
14 Aug 2024 - 14:09
په تېرو درېیو کلونو کې د سوداګرۍ او صنعت برخو کې د ښځو حضور ډېر شوی
author avatar
14 Aug 2024 - 14:09

کابل (پژواک، ۲۴ زمری ۱۴۰۳): د صنعت او سوداګرۍ وزارت په هېواد کې د سوداګرو ښځو ډېرېدو خبر ورکړی او وایي چې په تېرو درېیو کلونو کې ښځو ته ۱۲۰۰ تجارتي جوازونه وېشل شوي خو له بلې خوا، د سوداګرۍ برخه کې یو شمېر فعالې ښځې د ملاتړ او د ښځو لپاره د ځانګړو صنعتي پارکونو جوړېدو غوښتنه کوي.

دا مېرمنې وایي، پر ښځو او نجونو د کار، زده‌کړو او تحصیل محدودیت له امله په تېرو درېیو کلونو کې ډېرو ښځو د سوداګرۍ او پانګونې فعالیتونو ته مخه کړې..

ښخو ته د سلګونو تجارتي جوازونو وېش

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد پژواک خبري اژانس ته وویل، په تېرو کلونو، یعنې د اسلامي امارت له بریا مخکې ښځو ته ټول تر ۹ زره ډېر تجارتي جوازونه وېشل شوي وو او د کابل له فتحې وروسته پانګه‌والو ښځو ته شاوخوا ۱۲۰۰ جوازونه وېشل شوي دي.

جواد دغه ‌راز وویل، سوداګرې ښځې دمګړۍ په اوو بېلابېلو سکټورونو، لکه روغتیايي، د کرنې او مالدارۍ، ساختماني، مرستندویو، سوداګریز عدالت، خدماتي او صنعتي برخو کې فعالیت لري.

خو نوموړي په دې اړه، کوم شرکتونه چې د ښځو له خوا جوړ شوي، څومره ښځو ته په کې د کار زمینه برابره شوې؟ څه ونه ویل خو زیاته یې کړه، اوسمهال شاوخوا ۵۰ زره ښځې په غیررسمي ډول د چرګانو او غواګانو په فارمونو، خیاطیو او داسې نورو کې په کار بوختې دي.

صنعتګرې او سوداګرې ښځې د ملاتړ غوښتنه کوي

په کابل ښار کې د هاشمي لاسي صنایعو د شرکت موسسې فرشتې هاشمي پژواک ته وویل، اته کاله مخکې یې د زر امریکايي ډالرو په پانګونه د لاسي صنایعو کار پیل کړ او اوس د شرکت مالکه ده او پانګه یې یو میلیون افغانیو ته رسېدلې ده.

د سرچینې په خبره، دغه شرکت د افغاني جامو، لکه افغاني ګنډ، بوټونو، څپلیو، دسکولونو، چرم، کمربندونو، د لپ‌ټاپ او سفري بیکونو، د ښځو او نارینه وو لاسي یخنونو او مرۍ اوبدنې د تولید برخو کې فعالیت لري.

مېرمن هاشمي د دغه شرکت په جوړولو سره د خپلې کورنۍ د لګښتونو برابرولو ترڅنګ نورو ښځو ته د خیاطۍ د کار او روزنې زمینه هم برابره کړې، زیاته کړه چې د پخواني نظام له سقوط مخکې دغه شرکت ۳۰ کارکوونکي درلودل، خو اوس یې شمېر پنځلسو ته راکم شوی؛ ځکه چې د خلکو اقتصادي وضعیت خراب شوی او کمه خریداري کوي.

ورته مهال، مېرمن هاشمي وویل چې دغه شرکت په تېرو درېیو کلونو کې د خیاطۍ برخه کې ۲۰۰ نجونې روزلې دي.

هغې په تېرو درېیو کلونو کې د سوداګرۍ او پانګونې برخه کې د ښځو ډېرېدو ته په اشاره زیاته کړه: «ښځو له دې امله سوداګرۍ ته مخه کړې چې بې‌کاره شوې، له خپلو دندو لرې کړای شوې، کومې نجونې چې له پوهنتونونو پاتې دي، ټولې مجبورې شوې، بله لاره یې نه لرله نو سوداګرۍ ته یې مخه کړې ده.»

دې له هغو نجونو او ښځو غوښتنه وکړه چې بې‌کاره دي څو په کمه پانګه د خیاطۍ او د لاسي صنایعو کار پیل کړي.

نوموړې د سوداګرو ښځو پر وړاندې ننګونو ته په اشاره وویل، دا او نورې شاغلې ښځې په دې برخه کې لکه د پلور، تولید او د پلور لپاره د مناسب بازار او ځای نشتوالي له امله له ستونزو سره مخ دي.

هغې له مسوولینو غوښتنه وکړه چې د دغو ښځو د ملاتړ لپاره د ځانګړي مارکېټ جوړېدو ترڅنګ دې په داخلي او نړۍوالو نندارتونو کې دوی ته د ګډون زمینه برابره کړي.

ورته مهال، ناجیې سلطاني چې د کابل په چهاراسیاب ولسوالۍ کې یې په خپل کور کې د مربا او اچارو تولیدي کارخونه جوړه کړې وویل، ۶ کاله مخکې یې د مربا او ترشیو کار په دوه زره افغانیو پیل کړ او اوس یې پانګه شاوخوا لس لکه افغانیو ته رسېدلې او ۵۰ ښځو ته یې د کار زمینه هم برابره کړې ده.

هغې وویل، په دې کارخونه کې بېلابېلې مرباوې، اچار، چکني، مرچ، مساله، رب، مرخېړي تولیدیږي.

نوموړې د خپلو توکو د پلور کمېدو خبره کوي او وایي،  درې کاله مخکې یې په ورځ کې دوه سوه کیلوګرامه مربا تولیدوله، خو اوس دغه رقم شاوخوا ۷۰ کیلوګرام ته راټيټ شوی دی.

دې هم لکه مېرمن هاشمي اشاره وکړه چې په تېرو درېیو کلونو کې د نجونو او ښځو د کار، تعلیم او تحصیل پر وړاندې بندیزونو له امله د سوداګرو او پانګوالو نجونو او ښځو شمېر د ډېرېدو په حال کې دی.

نوموړې له متشبثو او سوداګرو ښځو د ملاتړ غوښتنه وکړه او ویې ویل چې باید د ښځو لپاره ځانګړي مارکېټونه جوړ شي.

هغې دغه‌ راز وویل، سوداګرو ښځو ته د جواز اخیستو او تمدیدېدو برخه کې اسانتیاوې رامنځته شي، د هغو د تولیداتو لپاره دې بازارموندنه وشي، په داخلي او بهرني نندارتونو کې دې سوداګرو ښځو ته سهم ورکړل شي.

هغو نجونو او ښځو چې پر کار او تحصیل یې محدویتونه وضع شوي، شخصي کارونو ته مخه کړې

د هاشمي د لاسي صنایعو شرکت یوه کارمنده فریبا غوثي وایي چې د محفلي کالیو ګنډلو برخه کې په کار بوخته او له خپله کاره راضي ده.

دغه‌ راز، زینب چې مخکې د حقوقو پوهنځي محصله وه، اوس په سنبل کارخونه کې په کار بوخته ده وایي چې له زده‌کړو د پاتې کېدو له امله یې دغه کار ته مخه کړې ده.

هغې زیاته کړه: «کله چې زموږ پوهنتونونه بند شول، مجبوره شوم، دا چې کور کې بې‌کاره ونه اوسم، لږ تر لږه خپل ضرورت رفع کړم او پر ځان بسیا شم، دغه کار مې زده کړ او په ډېرې لېوالتیا دوام ورکوم.»

یادې ټولې مرکه شوې له سرپرست حکومت او د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو له خونې غواړي چې د دوی ملاتړ وکړي.

د مسوولینو ځواب

د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایع خونې لومړۍ مرستیالې فریبا نوري وویل چې دمګړۍ په ټول افغانستان کې ۹۷۰۱ ښځې تجارتي جوازونه لري او خپل شرکتونه رهبري کوي.

هغې زیاته کړه، ډېری دا ښځې متشبثې دي او د سوداګرو ښځو شمېر کم دی.

نوري تایید کړه چې په تېرو درېیو کلونو کې د سوداګرو ښځو په شمېر کې د پام ډېروالی راغلی دی.

د هغې په خبره، د ښځو او نجونو د تحصیل او کار پر وړاندې وضع شوو محدودیتونو له امله ډېرو یې کار‌وبار او سوداګرۍ ته مخه کړې او دغه شمېر د ډېرېدو په حال کې دی.

هغې وویل، د اسلامي امارت له بریا مخکې ۶۰۰ ښځو د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې غړيتوب درلود خو په تېرو درېیو کلونو کې ۳۰۰ نورې ښځې هم له دې خونې سره یوځای شوې دي.

نوري زیاته کړه، ډېری دغو ښځو په ډېرې کمې پانګې سره سوداګریزو کاروبارونو ته مخه کړې او کورني پروګرامونه پر مخ بیایي او د ډېرو لویو تجارتونو وړتیا نه لري، دوی د خپلو کورنیو لګښتونو تامینېدو په موخه دغه کاروبارونه کوي.

هغې د ښځو محصولاتو د پلور لپاره د بازار نشتوالي، لوړو مالیاتو، د جواز اخیستو او تمدیدولو اوږدې پروسې او کافي پانګې نشتوالي ته اشاره وکړه چې دا ښځې ورسره مخ دي.

نوري دغه‌ راز وویل، امنیت تامین شوی، اوس ښځې کولای شي په ارام زړه تجارت او ټولو ولایتونو ته سفر وکړي.

هغې زیاته کړه: «ښه خبره خو دا ده، که کومه ښځه وغواړي چې تجارت وکړي، اسلامي امارت له هغو سره مشکل نه لري او جواز ورکوي.»

هغه وایي، دا خونه د نندارتونونو ترسره کولو ترڅنک د سوداګرو ښځو د ظرفیت لوړونې پروګرامونه لري او ځينو مواردو کې هغو ته تمویلوونکي پیدا کوي.

هغې وویل، اسلامي امارت د نارینه وو او ښځینه وو د تجارت او پانګونې ودې لپاره اسانتیاوې برابرې کړې او په ځينو برخو کې یې مالیات او محصول کم کړي، دغه‌ راز یې له ګاونډيو هېوادونو سره هم د صادراتي تعرفو کمېدو په اړه خبرې کړې دي.

دا وایي چې اوسمهال په هېواد کې د ښځو لپاره ځانګړي صنعتي پارکونه نشته او اړتیا ده چې په دې برخه لازم اقدامات وشي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وویل، اسلامي امارت له متشبثو ښځو ملاتړ کوي او زیاته یې کړه چې صنعتګرو او سوداګرو ښځو ته په نړۍوالو نندارتونونو کې هم برخه ورکړل شوې او د لېوالتیا په صورت کې کولی شي نورو نړۍوالو نندارتونونو کې هم حضور ولري.

هغه وویل، دغه وزارت د متشبثو ښځو ستونزو ته پاملرنه لري او د سوداګرۍ او پانګونې برخه کې داسې ښکاري چې څه ستونزه نشته.

Views: 8

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.