کابل (پژواک، ۲۴ زمری ۱۴۰۳): اسلامي امارت د زمري میاشتې د ۲۴ مې په مناسبت یوه پیغام کې ویلي، د دغې ورځې د راتګ لپاره د خلکو قربانیو راتلونکو نسلونو ته داسې درس پرېښود چې هېڅکله به هېر نه شي او په هره بیه چې وي له شته نظام څخه به دفاع کوي.
اسلامي امارت د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشتې په ۲۴مه بیا واک تر لاسه کړ، خو تر اوسه – سره له دې چې له لسګونو هېوادونو سره د سیاسي استازولیو له لارې تعامل لري، نوی جوړ شوی سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندل شوی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد د همدې ورځې په مناسبت په یو پیغام کې لیکلي:«دا ورځ د افغانستان په تاریخ کې یو له مهمو او ویاړلو ورځو څخه ده چي د فتح ورځ په نامه ثبت شوه چې له امله یې افغانستان له شل کلن اشغال او تجازو څخه خلاص شو.»
هغه لیکلي چې د دغې ورځې د راتګ لپاره خلکو خورا سترې او سختې قربانۍ ورکړې او دغې قربانۍ د راتلونکو نسلونو لپاره داسې ستر درس پرېښود چې باید هېڅکله هېر نشي.
مجاهد لیکلي: «ژمنه کوو چې د افغانانو د سختو ستړیاو په مقابل کې لاسته راغلی اسلامي نظام چې تر سیورې لاندې یې د الله جل جلاله دین حاکم او شریعت عملی شوی، سوله او امن راغلی، خلک مو آرام شوي او د وطن د مادي او معنوي آبادۍ فرصت مهیا شوی کلک وساتو او په هر قیمت دفاع ترې وکړو.»
اعلامیه کې راغلي، ټول افغانان باید د دغه ستر نعمت او اسلامي نظام شکر ادا کړي، دا یو غنیمت وبولي او د حفاظت او ملاتړ لپاره یې همیشه چمتو واوسي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP