مزارشریف (پژواک، ۲۵ زمری ۱۴۰۳): د بلخ امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په نهرشاهي ولسوالۍ کې د ګازډبې چاودنې له امله د یوې کورنۍ څلور غړي وژل شوي او یو کس ټپي دی.
د بلخ امنیې قوماندانۍ ویاند محمدعیسي وثیق پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دې قوماندانۍ د اطفائیې او پېښو ته د رسېدنې مدیریت د راپور له مخې، تېره ورځ د نهرشاهي ولسوالۍ د یادګار ولي کارتې په یوه کور کې د ګاز ډبه چاودلې ده.
نوموړی زیاتوي چې په یاده پېښه کې یوه مور او درې ماشومان یې وژل شوي او خاوند یې برسېرن ټپي دی.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، د چاودنې له امله د یادې کورنۍ د شاوخوا ۱۵۰ زره افغانیو په ارزښت توکي هم سوځېدلي او د نږدې ۵۰۰ زره افغانیو په ارزښت توکي یې ژغورل شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP