پلعلم (پژواک، ۲۵ زمری ۱۴۰۳): د لوګر ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ۳۰ میلیون افغانیو په لګښت پنځو روغتیايي مرکزونو ته د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې.
د لوګر عامې روغتیا ریاست چارواکي وایي چې د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق(UNFPA) له لوري د مرکز پلعلم په ګډون پنځو ولسوالیو کې روغتیايي مرکزونو ته ودانۍ جوړېږي.
د یاد ریاست ريیس حافظ سیدالرحمن قادري په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل، دغه روغتیايي مرکزونو ته په مرکز پلعلم، برهکيبرک، څرخ، ارزې او خروار ولسوالیو کې د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق له لوري ودانۍ جوړېږي.
قادري زیاته کړه، یادو روغتیايي مرکزونو ته به په راتلونکو شپږو میاشتو کې د شاوخوا ۳۰ میلیون افغانیو په لګښت پنځه ودانۍ جوړې شي.
د عامې روغتیا ریيس زیاته کړه، یاد روغتیايي مرکزونه به د اړتیا وړ خونې ولري او هره ورځ به شاوخوا درې زره ناروغانو ته خدمات وړاندې کړي.
دغه راز، د عامې روغتیا وزارت مرستیال مولوي محمداسحاق وویل، دغه روغتیايي مرکزونه د لوګر ولایت په لرو پرتو سیمو کې هغه کورنیو ته جوړېږي چې اوسمهال د روغتیا برخه کې له ستونزو سره مخ دي.
نوموړي زیاته کړه، د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي چې په ټولو ولایتونو کې ناروغانو او ناروغ لرونکو ته اړین خدمات وړاندې کړي.
همدارنګه، د لوګر والي مولوي ضیاالرحمن مدني، میندو او ماشومانو ته اساسي روغتیايي خدمات رسول یوه اړینه اړتیا وبلله او زیاته یې کړه، دوی هڅه کوي چې په دغه ولایت د زېږون پر مهال د مور او ماشوم د مړینې کچه صفر ته ټیټه کړي.
بلخوا، د پلعلم یوه اوسېدونکي ضیاالحق پژواک ته وویل، په لرو پرتو سیمو کې ډېری کورنۍ په ځانګړې توګه مېرمنې د روغتیا برخه کې له ستونزو سره مخ دي.
هغه همدارنګه زیاته کړه، که چیرې دغه پنځه روغتیايي مرکزونو ته معیاري ودانۍ جوړې شي او ناروغانو ته روغتیايي خدمات پيل کړي، لرې نهده چې د زېږون پر مهال د مور او ماشوم د مړینې کچه به د پام وړ ټيټه شي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن