ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په تېرو درېیو کلونو کې د افغانۍ ارزښت او د لومړنیو توکو بیې

په تېرو درېیو کلونو کې د افغانۍ ارزښت او د لومړنیو توکو بیې

کابل (پژواک، ۲۵ زمری ۱۴۰۳): د پژواک موندنې ښیي چې د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري میاشتې د بدلون پر مهال او له هغه وروسته تر یوې مودې پورې د لومړنیو او سون ‌توکو بیې لوړې شوې او د افغانۍ ارزښت ټیټ شوی خو وروسته له هغه د افغانۍ ارزښت ۴۵.۵ سلنه لوړ شوی، د خوراکي توکو بیې ۳۰ سلنه او د سون‌‌توکو بیې ۴۱ سلنه ټیټې شوې دي.

د پژواک خبري اژانس په اونیزو راپورونو کې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت او د ۴۹ کیلوګرام قزاقي اوړو، د ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجو، د ۴۹ کیلوګرام هندۍ بورې، د ۱۶ لېتره مالیزیایي غوړیو، د یو کیلوګرام افریقایي تور چای، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای، یو لېتر پټرولو، یو لېتر ډېزلو او یو کیلوګرام اوبلن ګاز د پلور بیې شاملې دي.

پژواک د اونیزو راپورونو له مخې د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشتې له لومړۍ نېټې بیا د ۱۴۰۳ کال د زمري میاشتې تر ۱۳مې راپور جوړ کړی دی.

په دغه راپور کې د امریکايي ډالر پر وړاندې د افغانۍ اونیز ارزښت، د شپږو خوراکي (اوړه، وریجې، بوره، غوړي، تورچای، شین چای) او سون ‌توکو (مایع ګاز، پټرول، ډیزل) بیې په پام کې نیول شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ۱۴۰۰ کال د زمري په ۲۴مه د جمهوریت سقوط وکړ او اسلامي امارت بیاځلي واک ته ورسېد.

د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت

موندنې ښيي چې د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشتې په دویمه یو امریکایي ډالر پر ۷۹.۷ افغانۍ بدلېده خو د همدغه کال د لېندۍ تر ۲۲مې نېټې یو امریکایي ډالر ۱۳۰ افغانۍ (۶۳ سلنه) ته لوړ شو.

ثبت شوې شمېرې ښيي چې د ۱۴۰۰ کال د لېندۍ میاشتې له ۲۲مې څخه بیا د روان کال (۱۴۰۳) د زمري تر ۲۰مې پورې د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ۴۵.۵ سلنه لوړ شوی دی.

د روان کال د زمري په ۲۲مه د کابل په سرای شهزاده کې یو ډالر په ۷۰.۹ افغانۍ تبادله کېده.

د اقتصادي چارو کارپوه عبدالنصیر رښتیا د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشتې د تحول پر مهال د افغانۍ ارزښت ټیټېدو او له یو څه وخت وروسته د هغې د ارزښت لوړېدو په اړه پژواک خبري اژانس ته وویل: «دا چې د افغانستان اقتصاد پر بهرنیو مرستو باندې تکیه و، افغانستان په بشپړه توګه پر وارداتو باندې تکیه و، د افغانستان تولیدات دومره د پام وړ نه وو، د صادراتو برخه کې هم ستونزې موجودې وې؛ له همدې امله افغانستان هر هغه څه ته چې اړتیا درلوده، واردول به یې او دغه کار بهرنیو اسعارو ته اړتیا درلوده، په ځانګړې توګه ډالرو ته او د افغانستان په مارکېټونو کې د ډالرو تقاضا بېخي ډېره وه، ډالر په قاچاقي توګه له افغانستانه بهر تلل چې دغه کار د ډالرو پر ارزښت اغېز درلود او ارزښت یې ډېر لوړ شو.»

هغه زیاته کړه: «دغه‌راز سیاسي موضوعګانو هم خپل اغېز درلود؛ کله به چې مثبت خبرونه وو، د افغانۍ ارزښت به لوړېده او کله به چې منفي خبرونه وو، بېرته به ټیټېده، له همدې امله وروسته له بدلونه په لومړیو کې دغه ستونزې رامنځته شوې.»

نوموړی وايي، وروسته له هغه نغذي مرستې بېرته پیل شوې او د افغانستان بانک هم د جمهوریت پالیسي خپله کړه؛ هره اونۍ به یې بازار ته څلوېښت میلیون ډالره عرضه کول چې ویې کولای شوای د بازار هماغه تقاضا پوره کړي او له هېواده بهر د ډالرو د قاچاق مخه ونیسي او ترڅنګ یې د صارداتو ډېروالي هم د افغانیو پر ثبات اغېز وکړ او د افغانۍ ارزښت بېرته لوړ شو، دغه‌ راز کار ډېر شو او ځیني پروګرامونه پر لار واچول شول.

د لومړنیو خوراکي توکو بیې

د پژواک د اونیزو راپورونو د شمېرو له مخې، د زمري په دویمه د کابل په بازارونو کې د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۷۰۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۳۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بورې په ۲۴۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیایي غوړي په ۱۹۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام تور افریقایي چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۳۵۰ افغانۍ پلورل کېدل.

خو د ۱۴۰۱ کال د غبرګولي په ۱۴مه ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۲۷۰۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۳۱۰۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بوره په ۳۸۵۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیایي غوړي په ۳۰۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام تور افریقایي چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام شین اندونیزیایي چای په ۳۵۰ افغانۍ پلورل کېدل.

دا په داسې حال کې ده چې د ۱۴۰۳ کال د زمري په ۲۰مه ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه پ ۱۵۵۰ افغانۍ، د ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۶۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بوره په ۲۸۵۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیایي غوړي په ۱۴۵۰ افغانۍ، یو کیلوګرام تور افریقایي چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام شین اندونیزیایي چای په ۳۵۰ افغانیو پلورل کېدل.

یادې شمېرې ښيي چې د خوراکي توکو بیې د ۱۴۰۱ کال د غبرګولي په ۱۴مه د ۱۴۰۰ کال د زمري د ۲مې په پرتله ۴۷ سلنه لوړې شوې، خو د ۱۴۰۳ کال د زمري په شلمه د ۱۴۰۱ کال د غبرګولي د ۱۴مې په پرتله دېرش سلنه ټیټې شوې دي.

د اقتصادي چارو کاروپوه عبدالنصیر رښتیا په دې اړه چې د افغانۍ پر وړاندې د ډالر ارزښت لوړېدل او ټیټېدل پر خوراکي توکو اغېز درلود او یا نور لاملونه هم وو چې د هغو پر اساس د خوراکي توکو بیې د سیاسي بدلون په لومړیو کې لوړې شوې خو څه موده وروسته بېرته ټیټې شوې؟ وویل: «څرنګه چې مې په پیل کې هم اشاره وکړه، د افغانستان ټولې اړتیاوې له بهره واردېدې او ټول جنسونه او مالونه په ډالرو پېرل کېدل، کله چې د ډالر ارزښت لوړیږي او یا ټیټېږي، پر مالونو او خوراکي توکو مستقیم اغېز لري.»

سون‌توکي

د پژواک د اونیز راپورونو له مخې، د ۱۴۰۰ کال د زمري په دویمه د کابل په بازارانو کې یو کیلوګرام اوبلن ګاز په ۶۰ افغانۍ، یو لېتر ډېزل په ۵۷ افغانۍ او یو لېتر پټرول هم په ۵۷ افغانیو پلورل کېدل.

خو د ۱۴۰۱ کال د چنګاښ تر ۲۵مې د یو کیلوګرام اوبلن ګاز بیه ۷۶ افغانۍ، د یو لېتر ډېزلو بیه ۱۲۷ افغانۍ او د یو لېتر پټرولو بیه ۹۵ افغانیو ته لوړه شوه.

ثبت شوې شمېرې ښيي چې د ۱۴۰۳ کال د غبرګولي تر ۲۰مې د یو کیلو اوبلن ګاز بیه ۵۰ افغانۍ، د یو لېتر ډېزلو بیه ۶۳ او د یو لېتر پټرول بیه ۶۲ افغانیو ته ټیټه شوې ده.

د ۱۴۰۰ کال د زمري په دویمه  د یو کیلوګرام اوبلن ګاز، یو لېتر پټرول او یو لېتر ډېزلو ټولېزه بیه ۱۷۴ افغانۍ وه خو د ۱۴۰۱ کال د چنګاښ تر ۲۵مې ۲۹۸ افغانیو ته (۷۱ سلنه) لوړه شوې ده.

د ثبت شوو شمېرو له مخې، د یادو سون‌توکو ټولیزه بیه د ۱۴۰۱ کال د چنګاښ له ۲۵مې د روان (۱۴۰۳) کال تر شلمې ۴۱ سلنه ټيټه شوې ده، رښتیا په دې اړه وویل: «په ټوله کې خوراکي او نفتي توکي له ستراتیژیکو توکو ګڼل کېږي او له بهره واردیږي، بناٌ هر کله چې د ډالر بیه لوړېږي یا ټیټېږي، په مارکېټ کې د مالونو پر بیې مستقیم اغېز لري.»

رښتیا په دې اړه چې په ټوله کې د لومړنیو توکو د بیو ټیټېدو او د افغانیو ارزښت لوړېدو په پام کې نیولو سره د هېواد اقتصادي وضعیت څنګه ارزوي؟ وايي: «پرته له شکه څومره چې افغانۍ باثباته وي او څومره چې د ډالر ارزښت د افغانۍ پر وړاندې ټیټ شي، د اوس لپاره د افغانستان او د افغانستان د اقتصاد په خیر دي؛ ځکه افغانستان په وارداتو متکي یو وارداتي هېواد دی او هر څومره چې د ډالرو ارزښت ټیټ شي، د لومړنیو او ستراتیژیکو توکو بیې ټیټېږي؛ خو کله چې یو هېواد وارداتي وي او هر څومره چې د هېواد پیسې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې ټیټې وي، په هماغه کچه هغوی کولای شي چې صادرات ولري، د چین او نورو هېوادو په څېر.»

خلک د لومړنیو توکو بیو ټیټېدل او د ډالر پر وړاندې د افغانیو ارزښت لوړېدل ستايي.

د کابل ښار د خوشحال‌خان سیمې اوسېدونکې نجیبې کاکړ پژواک ته وویل: «که مو په یاد وي، د جمهوریت نظام په وروستیو کې ځکه هغه نظام د سقوط په حال کې و، د لومړنیو توکو بیې او د امریکايي ډالر ارزښت د لوړېدو په حال کې وو، کله چې نظام ړنګ شو، د ډالر ارزښت ورځ تر بلې د افغانۍ پر وړاندې لوړېده، د خوراکي توکو بیې ډېرې لوړې شوې او د خلکو اقتصاد هم خراب و چې شخصاً زه خپله ډېره اندېښمنه وم او فکر مې کاوه چې وضعیت له کنټروله وځي.»

هغه زیاتوي: «خو شکر الحمدالله چې اسلامي امارت وتوانېد وضعیت کنټرول کړي او بیې ټیټې شي او د ډالر پر وړاندې د افغانیو ارزښت لوړ شي په رښتیا هم د ستایلو وړ ده.»

ورته مهال، کابل ښار کې یوه ټکسي چلوونکي محمدنثار وویل: «د تېر حکومت د پرځېدو په لومړیو کې د ډالرو ارزښت یو دم لوړ شو، ۱۳۰ افغانیو ته رسېدلی و، د تېلو بیه هم لوړه شوه، د خلکو اقتصادي وضعیت خراب و، ما د یو څه وخت لپاره ټکسي درولې وه، حیران وم چې څه به کېږي، خو الحمدالله چې ډېر یې دوام ونه‌ کړ او بیې کنټرول شوې.»

هغه وايي چې که بیې نه وای کنټرول شوې، د خلکو اقتصادي وضعیت لا خرابېده.

هغه له اسلامي امارته وغوښتل چې د خلکو اقتصادي وضعیت ښه کېدو او د بېکارۍ ستونزې هوارېدو لپاره لا هڅې وکړي؛ ځکه ډېر شمېر خلک سره له دې چې د توکو بیې د تېر په پرتله ټیټې شوې، د پېرلو وس یې نه لري او له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.