ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په سویډن کې د اېم پاکس په نوم د ناروغۍ لومړنۍ پېښه ثبت شوه

په سویډن کې د اېم پاکس په نوم د ناروغۍ لومړنۍ پېښه ثبت شوه

author avatar
16 Aug 2024 - 12:01
په سویډن کې د اېم پاکس په نوم د ناروغۍ لومړنۍ پېښه ثبت شوه
author avatar
16 Aug 2024 - 12:01

کابل (پژواک، ۲۶ زمری ۱۴۰۳): راپورونه وایي چې په اروپایي هېواد سویډن کې د اېم پاکس په نوم ناروغۍ د خطرناکې بڼې لومړنۍ پېښه ثبت شوې ده.

دغه پېښه په سويډن کې په داسې حال کې ثبتیږي چې پرون د روغتیا نړۍوال سازمان (ډبلیو‌اېچ‌او) د افریقا په ځینو برخو کې د اېم‌پاکس ناروغۍ د خپرېدو له امله بېړنی حالت اعلان کړی و.

بي بي سي د سویډن د عامې روغتیا چارواکو له قوله ویلي، هغه کس چې پر دې ناروغۍ اخته شوی، د افریقا په هغه سیمه کې اوسېدلی چې د یادې ناروغۍ کلېډ ۱بڼه په کې خپره شوې.

د سویډن د عامې روغتیا ادارې زیاته کړې، د دغې ناروغۍ له دوو(کلېډ۱، کلېډ۲) بڼو څخه کلېډ۱یې معمولاً په کورونو کې د کورنۍ غړو تر منځ خپرېږي چې ماشومان یې ژر ښکار کېدای شي.

 اېم‌پاکس ناروغي چې پخوا د منکي پاکس [د بیزو چیچک] په نوم پېژندل کېده، ژر لېږدېدونکې ده چې د ډبلیواېچ‌او د معلوماتو له مخې، تراوسه یې په افریقا کې له امله ۵۰۰ کسان مړه شوي او ۱۷ زره نورې پېښې ثبت شوې دي.

تېره ورځ د روغتیا نړیوال سازمان مشر ټیډروس اډانوم ګېبریېسوس ویلي و: «د دې ناروغۍ د مخنیوي او د انسانانو د نجات لپاره نړۍواله همغږي اړینه ده.»

هغه زیاته کړې وه چې په افریقا او له دې وچې بهر د یادې ناروغۍ د نورې خپرېدا شونتیا د زیاتې اندېښنې وړ ده.

د روغتیا نړۍوال سازمان د معلوماتو له مخې، د اېم‌پاکس ناروغي له اخته کس سره د پوستکي تماس، له نږدې د خبرو او تنفس له لارې لېږدول کېږي او د والګي په څېر د نښو نښانو او پوستکي د ټپونو لامل کېږي چې پر دې ناروغۍ له هرو سلو اخته کسانو شاوخوا څلور یې ژوند بایلي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.