Language

بادغیس کې یوه کس خپله مېرمن وژلې او یو ماشوم په اوبو کې مړ شوی

قلعه‌نو (پژواک، ۲۷ زمری ۱۴۰۳): بادغیس کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په جوند ولسوالۍ کې په دوو جلا پېښو کې دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د بادغیس امنیې قوماندانۍ ویاند صدیق‌الله صدیقي پژواک خبري اژانس ته وویل، پرون (جمعه) د دغه ولایت د جوند ولسوالۍ په جلایي سیمه کې یوه سړي خپله مېرمن په ډزو وژلې ده.

نوموړي وویل چې قاتل خپل خسر هم پر ډزو ټپي کړی دی.

هغه د پېښې لامل کورنی تاوتریخوالی یاد کړ او څرګنده یې کړه چې پر قتل تورن کس تښتېدلی خو په ساحه کې امنیتي ځواکونه هڅه کوي چې هغه ونیسي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.