قلعهنو (پژواک، ۲۷ زمری ۱۴۰۳): بادغیس کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په جوند ولسوالۍ کې په دوو جلا پېښو کې دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د بادغیس امنیې قوماندانۍ ویاند صدیقالله صدیقي پژواک خبري اژانس ته وویل، پرون (جمعه) د دغه ولایت د جوند ولسوالۍ په جلایي سیمه کې یوه سړي خپله مېرمن په ډزو وژلې ده.
نوموړي وویل چې قاتل خپل خسر هم پر ډزو ټپي کړی دی.
هغه د پېښې لامل کورنی تاوتریخوالی یاد کړ او څرګنده یې کړه چې پر قتل تورن کس تښتېدلی خو په ساحه کې امنیتي ځواکونه هڅه کوي چې هغه ونیسي.
دغهراز، صدیقي له یوې بلې پېښې هم خبر ورکړ ویې ویل چې پرون له غرمې مخکې شاوخوا لس بجې یو اووه کلن ماشوم د جوند ولسوالۍ په فیروزاباد سیمه کې د اوبو په یوه ډنډ کې چې یو څه ژور و، ډوب او مړ شوی دی.
هغه زیاته کړه: «ښايي دغه ماشوم غوښتل ولامبي، خو له دې امله چې لامبو یې زده نه وه، ډوب او مړ شوی دی.»
نوموړی وايي چې د ماشوم مړی له اوبو را ایستل شوی او کورنۍ ته یې سپارل شوی دی.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










