Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

میدان‌وردګو کې یو جومات جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

میدان‌ښار (پژواک، ۲۷ زمری ۱۴۰۳):د یاد جومات د پرانیستې مراسمو کې د میدان‌وردګو والي قاري بختیار معاذ وویل چې د جغتو ولسوالۍ په سیده کلي کې د ابراهیم خلیل‌الله جومات د یوه سوداګر په سل زره امریکايي ډالره شخصي لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

هغه وايي چې دغه جومات د ۶۰۰ لمونځ‌کوونکو ځایولو ظرفیت لري او د پنځو میاشتو په موده کې په عصري او اساسي ډول جوړ شوی دی.

والي له خلکو غوښتنه وکړه چې د هېواد په بیارغولو او پرمختګ کې له اسلامي امارت سره همکاري وکړي.

دغه راز، د یو بل خبر له مخې، د جغتو ولسوالۍ د غازي محمدجان‌خان عالي لېسې لپاره د احاطوي دېوال جوړولو چارې هم نن پیل شوې.

د میدان‌وردګو والي په دغو مراسمو کې وویل چې دغه دېوال د خلکو په دوه اعشاریه پنځه میلیون افغانۍ شخصي لګښت جوړیږي.

هغه زیاته کړه: «د میدان‌وردګ خلک د هېواد په کچه د علم او زده‌کړو برخه کې ځانګړی نوم لري او همدا د دوی احساس او علاقه ده چې په شخصي لګښتونو ښوونځي جوړوي او د ولس دغه اقدام د ستایلو دی.»

دا په داسې حال کې ده چې دوه اونې مخکې په مرکز میدان‌ښار او سیداباد ولسوالۍ کې د خلکو په ۴۷ میلیونه افغانۍ لګښت د دوو جوماتونو جوړولو چارې پيل شوې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.