ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مجاهد: ګاونډي هېوادونه دې پر پولو او ډېورنډ فرضي کرښه ستونزې نه جوړوي

مجاهد: ګاونډي هېوادونه دې پر پولو او ډېورنډ فرضي کرښه ستونزې نه جوړوي

author avatar
18 Aug 2024 - 16:02
مجاهد: ګاونډي هېوادونه دې پر پولو او ډېورنډ فرضي کرښه ستونزې نه جوړوي
author avatar
18 Aug 2024 - 16:02

کابل (پژواک، ۲۸ زمری ۱۴۰۳): د سرپرست حکومت چارواکو د هېواد د خپلواکۍ بېرته اخیستو ۱۰۵مې کالیزې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې د آزادۍ پر ساتلو او له هېوادونو سره پر تعامل د ټینګار تر څنګ له ګاونډیو هېوادونو غوښتي چې پر پولو او ډېورنډ فرضي کرښه دې ستونزې نه رامنځته کوي.

نن یکشنبه د زمري میاشتې ۲۸مه له انګرېزانو د هېواد د خپلواکۍ بېرته اخیستو له ۱۰۵ کالیزې سره برابره ده.

مولوي محمدیعقوب مجاهد په همدې اړه جوړه شوې غونډه کې وویل: «ټولو ګاونډیو هېوادونو ته ښه پیغام لرو، د ورورګلوی پیغام لرو، هېڅکله هم کوښښ مه کوئ چې په سرحداتو، ډېورنډ فرضې کرښه او په نورو ساحو کې مونږ ته ستونزې ایجاد کړئ او یا زموږ پر وړاندې خنډونه رامنځته کړئ.»

نوموړي زیاته کړه: «موږ که په سرحداتو باندې حلقوي سرک جوړوو، موږ که په سرحداتو کې پوستې او بېزونه جوړوو، قوتونه ځای پر ځای کوو دا ستاسو لپاره خطر نه دی، بلکې دا موږ د خپل هېواد د ساتنې لپاره کوو، د خپل حریم  او عزت د ساتنې لپاره یې کوو، دا زموږ فریضه ده او تر دې موږ هیڅکله نه شو تېرېدلی او په هر قیمت موږ له هېواد څخه دفاع کوو.»

هغه وویل، ټول هغه کسان چې له هېواده «تېښتېدلي» دي او په یوه او بل فکر کې دي، پردیو ته یې سترګې نیولې دي او د «غلامۍ» امیدونه ورته لري، باید بېرته خپل کور افغانستان ته راشي او دا یې حق دی.

مولوي یعقوب وویل: «تاسې زموږ وروڼه یاست، هېڅ نوع اختلاف مه کوئ، مه نظامي اختلاف کوئ، مه سیاسي اختلاف کوئ، مه په یوه برخه کې بیا افغانان له مشکلاتو او ستونزو سره مخ کوئ، راشی زموږ وروڼه یاست کینې په خپلو کورونو کې ژوند وکړئ.»

هغه زیاته کړه: «که بیا هم کوم بدمرغه انسان پېښېږي او هغه بیا هم د عفوې، ټولو حسنه او نیکیو سربېره بیا هم غلول کېږي، د پردیو لخوا هڅول کېږي، یو ځای امنیت اخلالوي، یا په غره کې، یا په ځنګل کې، یا په هواره کې، یا داخل د افغانستان، یا په سرحداتو کې او یا په ښارونو کې، نو دا دې واوري چې هيڅکله دوی ته اجازه نه ورکوو.»

نوموړي وویل چې د اسلامي امارت سیاست د نورو په چارو کې لاسوهنه نه ده.

مولوي یعقوب دغه‌راز وویل، امریکا د دوی پر وړاندې خپل ټول توان کارولی و، خو زیاتوي: «له هېواد څخه مو په امریکا هیڅ حمله نه ده کړې او د امریکا هیڅ هدف مو نه دی په نښه کړی او ټوله مقابله مو په افغانستان کې ورسره وکړه.»

دغه‌راز په دغه غونډه کې د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج‌الدین حقاني وویل، د هېواد د ازادۍ او خپلواکۍ په مبارزه کې دیني علماوو او مشایخو لویه ونډه درلوده.

هغه وویل، ازادۍ ګټل او ساتل دواړه سخت کارونه دي، خو د ساتلو مرحله یې تر ټولو ستونزمنه ده.

دی زیاتوي چې کلتوري او فکري مبارزه روانه ده، باید ټول متوجه و اوسي څو ځوانان بیداره او هوښیار پاتې شي، که ځوانان د فکري حملې ښکار شي، نو د دوی ویاړونه او ارزښتونه به ورته بې‌معنې او بې‌ارزښته ښکاري.

نوموړي ټینګار وکړ چې دښمن د دوی فکري او فزیکي وحدت ته ستونزه جوړوي خو زیاتوي چې له سیاسي بدلون وروسته د عفوې او نرمۍ چاپېریال د ټولو هېوادوالو د یووالي سبب وګرځېد.

هغه وویل، اوس دوی په دې فکر کې دي چې له نړۍ سره د مثبت تعامل لاره برابره کړي او له نړۍ سره مثبت تعامل د وخت اړتیا ده.

همدارنګه په یاده غونډه کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي وویل: «هغه هېوادونه چې قوي حکومت، منظمې ادارې، پوځ، اقتصاد، خپلمنځي یووالی او د ولس ملاتړ ونه لري د غلامۍ په دام کې لوېږي.»

متقي زیاته کړې، له هېوادونو سره تعامل د سیاسي، اقتصادي او اجتماعي پرمختګ لپاره اړینه موضوع ده.

دغه‌راز، په دې غونډه کې د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وویل: «د دې ویاړلې ورځې نمانځنه موږ ته د یوه ملت په توګه د افغانانو او مجاهدینو هغه مقاومت، قربانۍ او یووالی رایادوي چې په کمو امکاناتو یې انګریزي استعمار مات کړ.»

نوموړی زیاته کړه، لکه څنګه چې ازادي اخیستل مهم دي همداسې یې ساتل هم مهم دي.

د یادونې وړ ده چې له نن څخه پوره ۱۰۵ کاله مخکې غازي شاه امان الله خان له انګرېزانو څخه د افغانستان ازادي بېرته ترلاسه کړه.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.