Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

خوست کې د دوو دښمنو کورنیو ترمنځ روغه وشوه

خوست‌ښار (پژواک، ۳۰ زمری ۱۴۰۳): خوست کې د دوو کورنيو ترمنځ اوولس‌کلنه دښمني چې له امله يې اته کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان شوي، پر دوستي بدله شوه.

دغه دوه کورنۍ د عليشېرو ولسوالۍ اړوند د تريزيو سيمې اوسېدونکې دي چې کلونه يې د يوې ټوټې ځمکې د ملکيت پر سر يو بل ته سنګرونه نيولي وو.

د دغو کورنيو غړي وايي، د دښمنۍ پر مهال يې ژوند له سختو کړاوونو ډک و او هره شېبه د يوه نوي غم په انتظار و.

دوی وايي، د ځاني تلفاتو سربېره يې ګڼ مالي زيانونه هم وليدل چې جبرانول به يې ان لسيزې وخت ونيسي.

د يوې ښکېلې کورنۍ غړي سپين‌ګل پژواک خبري اژانس ته وويل: «زه نن داسې احساسوم لکه نوی چې دنيا ته راغلی وم، الحمدالله دوی په توره شپه کې وو او موږ هم، پنځه کاله زه په زندان کې وم، کورنۍ مې دلته بندي وه، همداسې مقابل طرف ټول بنديان وو، خو الحمدالله اوس جوړه وشوه.»

د يادو ښکېلو کورنيو غړي دغه راز وايي، که يې پر خپل وخت له فکر او حوصلې کار اخيستی وای، ښايي اوس يې د ګل په شان ځوانان خاورو ته نه وای تللي.

دوی له ټولو خلکو غوښتنه لري چې د مسئلو پر مهال له پوره حوصلې او زغمه کار واخلي، څو د دوی پر برخليک اخته نه شي.

د يوې بلې ښکېلې کورنۍ غړي زبيب رسول پژواک ته وويل: «بدبختانه به ووايو که چېرته د مشکلاتو نه مخکې د حل لار لټول شوې وای، نو دغه ستونزې به نه رامنځته کېدې، خو خوشبختانه چې اوس د حل لار ورته پيدا شوه، خوشحاله په دې يو چې راتلونکي کې د وينې تويېدو او د ماشومانو يتيم کېدو مخه ونيول شوه.»

ورته مهال، ځايي چارواکي او قومي مشران بيا وايي چې د دې ډول شخړو او لانجو حل د دوی مسووليت دی.

د خوست مرستيال والي مولوي محبوب شاه قانت وايي، تر دې دمه يې دا ډول لسګونه شخصي دښمنۍ پر دوستۍ بدلې کړې دي.

هغه زياته کړه: «د داسې مسئلو پر مخ زموږ دروازې هر چا ته خلاصې دي؛ شپه او ورځ تاسې کولای شئ چې داسې مشکل موږ سره شريک کړئ، موږ به ان‌شاالله تورې پښې او توره شپه کې مزل درسره کوو او دا موږ خپل مسووليت بولو.»

د معلوماتو له مخې، په تېرو درېيو کلونو کې په خوست کې دا ډول شاوخوا پنځوس دښمنۍ حل او فصل شوې دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.