کابل (پژواک، ۳۰ زمری ۱۴۰۳) له کابل څخه د ۷۰ زره ډالرو په ارزښت دوه کانټینره پمپرونه چې ۲۳۰۰ بستې کېږي، نن ازبکستان ته صادر شول.
په دې تړاو جوړه شوې غونډه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال خیرالدین مایل وویل، دا د ویاړ ځای دی چې یوه فابریکه خپل توکي له هېواد څخه بهر صادروي.
هغه زیاته کړه چې افغانستان ورځ تر بلې له وارداتي هېواد څخه د صادراتي هېواد خوا ته روان دی.
نوموړی وایي، په افغانستان کې صنعتکارانو خپل تولیدات معیاري کړي او دغه دی نن یې له هېواد څخه بهر صادروي.
هغه له صنعتکارانو غوښتنه وکړه چې خپل تولیدات دې نور هم معیاري او باکیفیته کړي.
د ده په وینا، که څه هم د صنعتکارانو او سوداګرو پر وړاندې د ویزو او نورې ستونزې شته خو د حل لپاره یې هڅې کېږي.
همدارنګه د «لوکر» په نوم فابریکې مسوول نذیراحمد نور وویل چې نن یې د ۷۰ زره ډالرو په ارزښت دوه کانټینره پمپرونه چې ۲۳۰۰ بستې کېږي، ازبکستان هېواد ته صادر کړل.
هغه زیاته کړه چې دوی په ازبکستان هېواد کې د ۲۵۰ زره ډالرو په ارزښت قرارداد کړی چې هره میاشت به دوه کانټینره پمپرونه دغه هېواد ته صادروي.
نوموړي وویل، دوی مخکې د خپلو تولیداتو نمونه ازبکستان ته لېږلې وه او هلته له منظورۍ وروسته یې بیا قرارداد کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا درې میاشتې مخکې هم په کابل کې د سیروم جوړولو یوې فابریکې د لومړي ځل لپاره د ۵۸۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت يو ميليون او ۸۰۰ زره بوتله سيروم عراق ته صادر کړل.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP