Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

قطر پکتیا کې بې‌ځایه شوو او راستنو شوو ته پنځوس کورونه جوړوي

کابل (پژواک، ۳۰ زمری ۱۴۰۳): د قطر سره میاشت د پکتیا په مرکز ګردېز کې بې‌ځایه شوو او راستنو شوو ته پنځوس کورونه، ښوونځی، مدرسه، روغتیايي مرکز او تفریحي پارک جوړوي.

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د قطر سرې میاشتې رییس احمد العثماني دغه څرګندونې د یاد وزارت له سرپرست خلیل‌الرحمن حقاني سره  په لیدنه کې کړې دي.

سرچینې زیاته کړې، په دې لیدنه کې احمد العثماني ویلي، غواړي د کډوالو چارو له وزارت سره په همغږۍ د پکتیا د مرکز ګردېز اړوند رباط سیمه کې د مستحقینو، بې‌ځایه شوو او راستنو شوو لپاره پنځوس کورونه، یو ښوونځی، یوه مدرسه، یو روغتیايي کلینیک او یو تفریحي پارک جوړ کړي.

خو سرچینې د دغو تاسیساتو د کار د پیل د وخت او لګښت په اړه جزئیات نه دي ورکړي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د کډوالو چارو وزارت سرپرست د قطر سرې میاشتې د ښه نیت ستاینه وکړه او په دې برخه کې یې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.