Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ننګرهار کې غالۍ‌اوبدونکي خپلو تولیداتو ته د نړۍوال بازار غوښتنه کوي

جلال‌اباد (پژواک، ۳۰ زمری ۱۴۰۳): د ننګرهار په مرکز جلال‌اباد ښار کې غالۍ‌اوبدونکي وايي چې غالۍ اوبدنې په دغه ولایت کې ښه وده کړې خو نړۍوال بازار نه لري.

بلخوا د ننګرهار ولايت د سوداګرۍ رياست چارواکي وايي، هغه ستونزې چې غالۍ‌اوبدونکي يې لري، د حل لپاره يې هلې ځلې کوي.

په جلال‌اباد ښار کې غالۍ‌اوبدونکو په یوه غونډه کې خپلې ستونزې له حکومتي مسوولینو سره شریکې کړې.

د غالیو يوه ملي سوداګر فریدالله کریم‌زاده وويل، غالۍ‌اوبدنې په دغه ولایت کې ښه وده کړې خو نړۍوال بازار نه لري.

هغه وايي چې اسلامي امارت بايد د غالۍ اوبدنې د صنعتکارانو او سوداګرو ستونزې حل کړي.

دغه راز، يو بل سوداګر عبدالقهار خوش‌خلق وويل، که حکومت هر کال د غالۍ اوبدنې صنعت برخه کې د لږ تر لږه دوه ميليون ډالرو پانګونې زمينه برابره کړې، د افغانستان غالۍ به نړۍوال مارکېټ ته د افغانستان په نوم ورسېږي.

په دې ناسته کې د ختيځ زون غالۍ اوبدونکو اتحادیې مسوول حکمت‌الله احساس وويل، د حکومت نه پاملرنې له امله په دغه ولایت کې د غالیو ګڼ شرکتونه چې ډېره پانګونه يې کړې، له سقوط سره مخ دي.

دی وايي، سيمې ته يې له غالۍ‌اوبدونکو سره د مرستو په نوم ډېرې پیسې او امکانات راغلي خو د ناانډوله وېش له امله اړمنو کسانو او شرکتونو ته نه دي رسېدلې.

بلخوا، د ننګرهار د صنعت او سوداګرۍ رييس عبدالبصير پاچا بيا د دغو سوداګرو د ستونزو د حل ډاډ ورکړ.

هغه وويل: «د دوی کومې غوښتنې چې دلته د حل لار ولري، دلته ورته د حل لار لټوو، هغه څه چې دلته ونه شول، مرکز یې ورته حلوي.»

د يادولو ده، اوسمهال په ننګرهار کې د ښځو په ګډون زرګونه کسان د غالۍ اوبدنې کاروبار کې بوخت دي او له همدې لارې د خپلو کورنیو اقتصادي ملاتړ کوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.