جلالاباد (پژواک، ۳۱ زمری ۱۴۰۳): د ننګرهار ځايي چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز جلالاباد ښار او شاوخوا سیمو کې د تېرې شپې باران او سېلابونو له امله یو ماشوم مړ شوی او شپږ نور کسان ټپيان شوي، دغه راز شاوخوا دوه سوه کورونه او هټۍ هم زیانمن شوي دي.
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر صديقالله قريشي پژواک خبري اژانس ته وويل، تېره شپه د جلالاباد ښار او شاوخوا سيمو کې د سختو ورښتونو له امله سېلابونه راغلي چې خلکو ته یې درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
هغه زیاته کړه، تر اوسه د جلالاباد حوزوي روغتون ته اووه ټپیان وړل شوي چې له ډلې يې يو ماشوم مړ شوی دی.
دی وايي، د تېرې شپې ورښتونو له امله د جلالاباد ښار اوومې ناحيې اړوند بالا ده، ماما مېنې، افغان مېنې، الفت مېنې او د خوږياڼو چمتلې ښارګوټي کې د دوو سوو په شاوخوا کې کورونه، هټۍ او بېلابېلې ټولګټې پروژې زيانمن شوي دي.
نوموړي دغه راز وویل، تېره شپه د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست، سرې مياشتې، جلالاباد ښاروالۍ او امنيتي ادارو په ګډه په سېلابونو کې بند پاتې ګڼ کسان ژغورلي دي.
ورته مهال، د تېرې شپې سېلابونو له امله زیانمنې شوې کورنۍ د مرستو غوښتنه کوي.
د جلالاباد ښار د اوومې ناحیې اړوند د الفت مېنې اوسېدونکی نقیبالله وايي، تېره شپه یې ټول کور له اوبو ډک شوی، یوازې خپله کورنۍ یې خوندي ځای ته انتقال کړې او نور د کور ډېری وسایل یې خراب شوي دي.
دی غوښتنه کوي چې حکومت دې ورسره بېړنۍ مرستې وکړي.
خو چارواکي وايي چې د مرستندویه ټیمونو د سروې له بشپړېدو وروسته به له زیانمنو کورنیو سره مرستې پیل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP