خوست ښار (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې د ځینو غيردولتي ادارو په همکارۍ ۳۵۰۰ هکټاره ځنګلونه بيا احيا شوي دي.
هغوی دا څرګندونې د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو سازمان له خوا د ځنګلونو ساتنې په موخه جوړ شوي درې ورځني ورکشاپ پر مهال وکړې.
د مسوولینو په وينا، په دغه ورکشاپ کې د خوست صبريو، باک او ځاځيميدان ولسواليو قومي مشرانو او د جامع جوماتونو ملا امامانو ګډون کړی دی.
د ياد سازمان ولايتي مسوول اسلم هڅاند وايي، د دغه درې ورځني ورکشاپ په مرسته به وکولای شي څو په يادو ولسواليو کې د ځنګلونو ساتنې او بيا احيا لپاره د عامه پوهاوي بېلابېل پروګرامونه وړاندې کړي.
نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، په تېرو دوو کلونو کې یې څه باندې دوه زره هکټاره نوی ځنګل جوړ کړی دی.
دی وايي: «دا پروګرام د ظرفيت لوړونې برخه کې دی، په راتلونکي کې موږ دوی ته چکډيمونه جوړوو، نورې د بديل معيشت پروژې دي، دغه پروګرام چې دی پنځه کلنه پروژه ده چې له ۲۰۲۲ کال نه پیل او تر ۲۰۲۶ کال پورې به جريان ولري.»
په همدې حال کې، د يادو ولسواليو قومي مشران وايي چې د دغه ورکشاپ په وسيله به وکولای شي په خپلو سيمو کې د ځنګلونو ساتنه په ښه ډول ترسره کړي.
د باک ولسوالۍ يوه قومي مشر عيد مرجان پژواک اژانس ته وويل، ځنګلونه عامه شتمني ده او ساتنه يې پر ځان لازمي بولي.
هغه زیاته کړه: «که دا ځنګلونه موږ په سالمه توګه وساتو او مېوه ترې راوړو او خرڅ يې کړو، هر کور ته يې برخه رسېږي؛ زموږ ژمنتيا دا ده چې انشاالله څومره وس مو په ځان کې وي، ځنګلونه به ساتو.»
د يادې ولسوالۍ يو بل مشر کريممحمد پژواک ته وويل: «ونه خو ګټه لري، هر چا ته به يې دا ګټه وي چې يو څه لاس ته ترې راوړي، بادام دي، چارمغز او انار دي، دا په هر ځای کې شنه کېږي هم نه، خو که په سم ځای کې کېښود شي، ښه ګټه ورکوي.»
بلخوا مسوولین بیا وايي چې تر اوسه په دغه ولایت کې زرګونه هکټاره ځنګلونه بیا احیا شوي دي.
د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست سلاکار بهيرګل صابري پژواک ته وویل چې په دغه ولايت کې د تېرو درېيو کلونو په ترڅ کې ۳۵۰۰ هکټاره ځنګل بيا احيا شوی دی.
هغه وايي، د ځنګلونو ساتنې لپاره دوی د شنې قطعې په نوم امنيتي ځواک هم رامنځته کړی، څو په منظمه توګه د ځنګلونو شاتنه وکړي.
هغه زیاته کړه: «که څه هم دقيق ارقام نشته خو په تېرو څو لسيزو کې د دغه ولايت شل فيصده ځنګلونه خلکو د اقتصادي ستونزو له امله وهلي، خو اوس فعلاً د درېیو کلونو په موده کې کلک تدابير په دې برخه کې نيول شوي، خلکو ته اجازه نه ورکول کېږي چې ځنګل قطع کړي؛ ځکه هغه ملي شتنمي ده او ثمره يې ټولو هېوادوالو ته رسېږي.»
د معلوماتو له مخې، په خوست کې نږدې ۱۲۰ زره هکټاره ځنګلونه موجود دي چې ډېره برخه يې په موسیخېلو، قلندر، سپېرې او تڼيو ولسواليو کې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP