مزارشریف (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): د امر بالمعروف، نهي عنالمنکر او شکایتونو اورېدو وزارت سرپرست وايي چې د شریعت تطبیق او حجاب د اسلامي امارت سرې کرښې دي او په دې برخو کې له هيچا سره تعامل نه کېږي.
د امر بالمعروف، نهي عنالمنکر او شکایتونو اورېدو وزارت سرپرست محمدخالد حنفي دغه څرګندونې په بلخ کې له حکومتي مسوولینو، علماوو او قومي مشرانو سره په یوه غونډه کې وکړې.
هغه زیاته کړه: «د شریعت تطبیق او حجاب زموږ سرې کرښې دي او په دې برخه کې له هيچا سره تعامل نه کوو.»
د نوموړي په خبره: «که څوک وايي چې امر بالمعروف او نهي عنالمنکر مه کوئ او د حجاب موضوعات پرېږدئ، موږ به تاسو سره تعامل وکړو او پر رسمیت به مو وپېژنو، نو موږ دا شل کاله مبارزه د څه لپاره کړې او قربانۍ مو د څه لپاره ورکړې؟»
هغه دغه راز وويل، اسلامي امارت له بندیزونو وېره نه لري او په تېرو درېیو کلونو کې یوازې د امر بالمعروف او نهي عنالمنکر پر وزارت څلور زره تحریمونه وضع شوي دي.
خو هغه په دې برخه کې نور جزئیات وړاندې نه کړل.
نوموړی پر امر بالمعروف او نهي عنالمنکر وزارت تنقید پر قران تنقید ګڼي او زیاتوي، هغه سازمانونه او بنسټونه چې پر یاد وزارت تنقید کوي، له دې وروسته به ورسره هيڅ ډول همکاري ونه شي.
حنفي د اسلامي نظام تخریبوونکي باغیان وبلل او زیاته یې کړه چې د باغیانو مرګ پر اسلامي نظام فرض عین دی.
په همدې حال کې، د بلخ د عالمانو رییس محمدسعید هاشمي وویل چې خلک سره متحد شي او د نړۍ له مسلمانانو یې وغوښتل چې په اتفاق سره د کفارو پر وړاندې ودرېږي.
بلخوا، د بلخ مرستیال والي نورالهادي ابو ادریس ټول حکومتي مسوولین د امر بالمعروف او نهي عنالمنکر په تطبیق کې مسوول وګڼل او د نظام د بقا لپاره د دغه وزارت کړنې مهمې وبللې.
دا په داسې حال کې ده چې پرون د سرپرست حکومت د مشرتابه له خوا یاد وزارت ته په پنځو فصلونو او ۳۵ مادو کې یو قانون توشیح شو چې په ټول هېواد کې د اجرا وړ بلل شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP