ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لغمان کې د تېرې ورځې ورښتونو او سېلابونو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي

لغمان کې د تېرې ورځې ورښتونو او سېلابونو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي

author avatar
22 Aug 2024 - 14:02
لغمان کې د تېرې ورځې ورښتونو او سېلابونو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي
author avatar
22 Aug 2024 - 14:02

مهترلام (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): لغمان کې ځايي مسوولین وایي، د دغه ولایت مرکز او درېیو ولسوالیو کې د تېرې ورځې او شپې ورښتونو او سېلابونو له امله څلورو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې، سلګونه جریب کرنیزه ځمکه تخریب شوې او نږدې ۵۰ کورونو زیانمن شوي دي.

د لغمان ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي رییس قاري خیرمحمد غازي پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره ورځ ماذیګر مهال د مهترلام ښار ترڅنګ الیشنګ، بادپښ او الینګار ولسوالیو کې د ورښتونو او سېلابونو له امله خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.

قاري غازي وویل: «د الینګار ولسوالي اړوند ساودره کې یوه مېرمن د سېلاب اوبو وړې او مړه شوې ده او په مرکز، الیشنګ او بادپښ ولسوالیو کې درې کسان ټپيان شوي، سلګونه جریب زراعتي ځمکې او ۴۵ د استوګنې کورونه په کلي او قسمي توګه تخریب شوي دي.»

د هغه په خبره، له زیانمنو شوو کورنیو سره یې د اوس لپاره د یوه اندازې غیرخوراکي توکو او د کور وسایلو مرسته کړې خو غوښتنه کوي چې مرستندویه بنسټونه باید دغه ولایت کې له سېلاب‌ځپلو سره مرستې وکړي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.