Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د سالنګ لویه لار د باروړونکو موټرو پر مخ وتړل شوه

کابل (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): د ټولګټو وزارت وایي، دا چې دغه وزارت د سالنګ لویې لارې د درېیو برخو رغولو پاتې چارې پیل کړې، له همدې امله یاده لار سر له نن څخه د باروړونکو موټرو پر مخ تړل کېږي.

د ټولګټو وزارت نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، دا چې د سالنګ لويې لارې د درېيو برخو رغولو او کانکرېټ‌اچونې پاتې چارې پیل شوې، له همدې امله دغه لار سر له نن (د وږي لومړۍ نېټه) څخه د باروړونکو موټرو پر مخ تړل کېږي.

سرچینه زیاتوي چې کوچني مسافر وړونکي موټر (تیزرفتار) بیا کولای شي په ۲۴ساعته ډول له دواړو لورو پر دې لار تګ راتګ وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې زمري میاشتې په ۲۲مه د ټولګټو وزارت مسوولینو په کابل کې د حکومتي ادارو د یو کلنو لاسته‌راوړنو په اړه د معلوماتو ورکولو پروګرام کې ویلي وو، د سالنګ لویه لار د روان کال د وږي په لومړۍ نېټه د باروړونکو موټرو پر مخ تړل کېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.