Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

«جوزجان کې د غالۍ اوبدنې کارخونو کې ۱۳۰ زره کسانو ته په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې»

«جوزجان کې د غالۍ اوبدنې کارخونو کې ۱۳۰ زره کسانو ته په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې»

author avatar
24 Aug 2024 - 15:50
«جوزجان کې د غالۍ اوبدنې کارخونو کې ۱۳۰ زره کسانو ته په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې»
author avatar
24 Aug 2024 - 15:50

شبرغان (پژواک، ۳ وږی ۱۴۰۳): د جوزجان د صنعت او سوداګرۍ رییس په دغه ولایت کې د غالۍ اوبدلو په ۸۰ کارخونو کې ۱۳۰ زره کسانو ته په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کار زمینې برابرولو خبر ورکوي، وایې چې د جوزجان په اقچه ولسوالۍ کې د تولید شوو غالیو پلور په نړۍوالو بازارونو کې ډېر شوی دی.

د جوزجان د صنعت او سوداګرۍ رييس مولوي نيازمحمد تواب پژواک خبري اژانس ته وويل، ‎د غالۍ اوبدلو صنعت له پخوا راهيسې د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې شته او په دې وروستيو کلونو کې دغه صنعت د پام وړ وده کړې ده.

هغه زياته کړه، دمګړۍ د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې د غالۍ اوبدلو په ٨٠ کارخونو کې ١٢٤ زره ښځې او شپږ زره نارينه په مستقيم او غيرمستقيم ډول کار کوي.

هغه په ​جوزجان کې د توليد شوو غاليو کيفيت ته په اشارې وويل: «په اقچه ولسوالۍ کې توليد شوې غالۍ ډېرې ښې دي او اوس يې د نړۍ په بازارونو کې پلور ډېر شوى، غالۍ اوبدونکي هره ورځ پر بېلابېلو فرمایشونو کار کوي.»

د هغه په خبره، د دې ولسوالۍ رنګارنګ غالۍ د ګاونډيو هېوادونو ترڅنګ په اروپايي هېوادونو کې هم پلورل کېږي.

د جوزجان د صنعت او سوداګرۍ ریيس څرګنده کړه چې مخکې به افغاني غالۍ د پاکستان په نوم نورو هېوادونو ته صادرېدې، خو اوس د افغانستان په نوم صادرېږي.

هغه وويل، په پام کې لري چې په نږدې راتلونکي کې په دغه ولایت کې د غاليو د صنعت د کار ښه‌والي په موخه د غالۍ اوبدلو نورې کارخونې جوړې او د غالیو د پروسس نور ماشینونه هم ورته برابر کړي.

ورته وخت کې، په اقچه ولسوالۍ کې «د وطني غالیو د تولید شرکت» مسوول عبدالغفار ايلچ پژواک ته وويل چې د اقچې غالیو د پلور بازار په نړۍواله کچه وده کړې او شرکت یې هره ورځ د بېلابېلو فرمایشونو پر جوړولو بوخت دی.

هغه زياته کړه، د دې ولسوالۍ رنګارنګ غالۍ د پاکستان، امريکا متحده ايالاتونو، اروپايي هېوادونو او افريقا په ګډون بېلابېلو هېوادونو ته صادرېږي.

د هغه د معلوماتو له مخې، په دغه شرکت کې هره مياشت دوه زره متره مربع غالۍ توليدوي چې ٨٠ سلنه يې امريکا، افريقا او اروپايي هېوادونو او ١٥ سلنه نورې يې پاکستان ته صادرېږي.

هغه زیاته کړه چې په دغه کارخونه کې ۸۰ کسانو ته په مستقیم او نږدې ۳۵۰۰ کسانو ته په غیرمستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده.

هغه وویل، ډېری هغه کسان چې د کار زمینه ورته برابره شوې، ښځې دي او ډېری یې په خپلو کورونو کې دي چې کار وسایل ورته وېشل کېږي او غالۍ اوبدي.

هغه وايي، اقچه ولسوالي دا مهال په افغانستان کې د دوديزو او باکيفيته غاليو د توليد له مهمو مرکزونو شمېرل کېږي.

په دې ولسوالۍ کې په بېلابېلو رنګونو دوديزې غالۍ لکه لرګي‌رنګه، «فیل‌پای»، المه‌ګل او سور رنګه غالۍ اوبدل کېږي چې د پېرېدونکو له خوښې سره سم ډيزاين کېږي.

هغه کسان چې په دغه شرکت کې ورته د کار زمینه برابره شوې خوښ دي.

په اقچه ولسوالۍ کې د «وطني غالیو د تولید شرکت» یو کارکوونکی عبدالعزیز خوښ دی چې د کار زمینه ورته برابره شوې؛ ځکه په دغه شرکت کې د کار کولو له لارې د خپلې کورنۍ لګښتونه پوره کوي.

هغه زیاته کړه: «شل کاله کېږي چې غالۍ اوبدم او له دې لارې د ژوند لګښتونه پوره کوم. د غالیو اوبدل نه یوازې زما لپاره یو مصروفیت دی، بلکې زما د فرهنګي هویت ‎یوه برخه شمېرل کېږي.»

د دغه شرکت بل غالۍ اوبدونکي پنجي وویل: «د یوې غالۍ اوبدل ښايي څو اونۍ یا حتی څو میاشتې وخت ونیسي، خو کله چې د هغه ښکلا ګورم، ټولې ستړیاوې او سختۍ مې هېرېږي. دغه هنر زما د فرهنګي هویت یوه برخه ده او د دغه هنر ساتلو برخه کې مرسته د راتلونکو نسلونو لپاره ډېره مهمه ده.»

هغه له مسوولینو غواړي چې د دغه صنعت د ودې لپاره د غالیو اوبدونکو ملاتړ برخه کې عملي اقدامات پیل کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.